نورستان:  برګمټال کې چورلکه ویشتل شوې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۶): د نورستان د برګمټال ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د دولتي ځواکونو چورلکه ویشتل شوې.

چورلکه د طالبانو له لوري هغه مهال په نښه شوې چې غوښتل یې د ولسوالۍ مرکزي ودانۍ ته څېرمه ناسته وکړي.

پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال شاوخوا څلور بجې رامنځته شوې.

د نورستان دولتي چارواکو ویلي چې طالبانو یوه چورلکه د ناستې پر مهال په نښه کړه، خو چورلکه نه غورځېدلې او نه یې هم بیړنۍ ناسته کړې بلکې له ناستې يې ډډه وکړه او بیرته خپلې قرارګاه ته ولاړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي خبر کې ویلي چې چورلکه یې په دقیقه توګه په نښه کړې او په کښي سپاره کسان وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې وخت نا وخته طالبان د دولتي ځواکونو د چورلکو د را نسکورولو خبرونه ورکوي خو دولتي اړخ اکثره خپل د چورلکو د غورځېدو پيښې تخنیکي بولي او د طالبانو لاس لرل په کښي ردوي.



یوه تبصره

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.