افغانستان

ننګرهار ولايت څخه دبيلابيلو بريدونه او چاودنو خبرونه راغلي

ننګرهار ولايت ده بالا ولسوالۍ کې دملي اردو يو ټانګ په ماین الوځول شوی

له خوږياڼو ولسوالۍ څخه يو بل خبر وايي چې، قیفغو د شناوړي په سيمه کې پر هغو پوليسو بريد شوی چې، د ټاکنو امنيت يې ساتلو. د همدې ولسوالۍ څخه يو بل خبر کاږي چې، لوخۍ نومې سيمه کې د ټاکنو پر حوزه وسلوال بريد کې درې پوليس وژل شوي او دوه ټپيان دي.

همدا رنګه د ننګرهار روداتو ولسوالۍ څخه په يو بل خبر کې راغلي چې، نن غرمه ۱۲ بجې دميرانو په کلي کې د طالبانو او هغو پوليسو تر منځ شل دقیقې وسلواله نښته شوې چې، ټاکنو امنيت يې پر غاړه و. د جګړې په نتيجه کې دوه پوليس ژوبل شوي دي.

د همدې ولايت اچين ولسوالۍ ځايي اوسيدونکي وايي چې، د ټاکنو پر حوزو څو ځل وسلوال بريدونه وشول، په جګړه مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو په سيمه کې د ټاکنو دوه مرکزونه وتړل شوو او کارکوونکي يې له سيمې وتلي دي.

د جلال اباد ښار ختيځ څخه خبر راکړی شوی چې، يوولسمې ويالې سره نژدې د پياده پوليسو پر ګزمه د ماين چاودنه شوې، چې، يو پوليس يې ټپي کړ.

د ننګرهار ولايت دره نور ولسوالۍ انګرانو کلي کې هم د ټاکنو پر حوزه دوه چاودنې شوي، د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ويل شوي.

د همدې ولايت خيوې ولسالۍ څخه يو بل خبر کاږي چې، دټاکنو پر مرکز په داسې حال کې د بمي بريد ښکار شو چې، د ټاکنو کارکوونکي او امنيتي ساتونکي د مرکز مخته راټول وه. له چاودنې وروسته مرکز تړل شوی او کارکوونکي يې له سيمې وتلي دي.
د ننګرهار ولايت کوټ ولسوالۍ څخه خبر راکړل شوی چې، د دې ولسوالۍ شاشخيلو سيمه کې د ملي امني درې کارکوونکي وژل شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x