د تور بانجانو له ګټو خبر شئ!

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۳مه ۱۳۹۶ل): تور بانجان په نړۍ کې یو له هغو سبزیجاتو څخه دی چې د بدن د صحت لپاره بې شمیره ګټې لري.

دغه خواړه چې ډیری خلک یې خوراک نه خوښوي، خو روغتیا ته ډیرې ګټې لري او انسان له مختلفو ناروغیو څخه ژغوري.

تور بانجان یوه رنګه روغتیایي مواد چې د ناسونین په نوم یادیږي لري چې د بدن قوي اکسیډریشن (oxidation) مخه نیسي کوم چې د بدن د حجرو په ورانولو کې لوی رول لري.

د تور بانجان نورې ګټې په لاندې ډول دي:

دماغ پیاوړي کوي:
په بانجانو کې شته روغتیایي مواد د دماغ په خالي حجرو کې مرسته کوي، او ددې په مرسته دماغ یا اعصاب پیاوړي کیږي.

د وینې فشار کنټرولوي:
څیړنو ثابته کړې چې په بانجانو کې شته مواد د وینې فشار له لوړې کچې څخه خوندي او په نورمال حالت کې ساتي.

د وزن په کمولو کې مرسته کوي:
بانجان هیڅ ډول وزن زیاتونکي مواد نلري، دا دومره اندازه کالوري لري چې انسان د اضافي خواړه خوړلو څخه ژغوري.

د شکر ناروغۍ له منځه وړلو کې مرسته کوي:
څیړنو دا هم ثابته کړې چې تور بانجان د وینې ګلوکوز په نورمال حالت کې ساتي، چې د شکر ناروغ لپاره ګټور ثابتیږي.

په بدن کې وسپنیز مواد یا وسپنه زیاتوي:
د انسان د بدن دفاعي قوت وسپنیز موادو په زور ولاړ وي، همدارنګه څیړنو ثابته کړې چې تور بانجان په وینه کې د اکسیجن لیږدلو بهیر کې مرسته کوي او د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.