خبرونه

دانتخاباتو په جعلي پروسه کي ددرغلیو په اړه وروستي جزیات

تراوسه دافغانستان په لر او بل کي په سلګونو بریدونه ترسره شوي دي او لاهم جګړې رواني دي، د طالبانو ویاند رسنیو ته ویلی چې نن دغرمې تر ۱۲ بجو پوري تر ۲۵۰ زیات بریدونه ترسره کړي دي او تر اوسه دانتخاباتو جعلي پروسه له ناکامي سره مخ ده، او س هم دهيواد په ګڼ شمېر سيمو کي بریدونه روان دي.

دهیواد په نږدې ټولو ولایتونو کي انتخاباتي پروسه په ټپه ولاړه ده او خپله چارواکو صندقان ډک کړي دي، یوه بهرني خبریال په خپله ټوېټر پاڼه کي ليکلي، چي موږ دچک ولسوالۍ یوه انتخاباتي مرکز ته ورغلو، چي خلک نه وو او صندقونه په یوه کوټه کي ډک پراته وو.

په دې برسېره دهیواد په زیاتره ولايتونو کي یوه کس په لسګونو رايي اچولي، ځیني ځایونه صدقونه دکمپاينرانو له لوري ډک شوي دي، په کابل برسېره په یوشمېر ولایتونو کي خلک درايي اچولو ته نه دي پرېښول شوي او رايي په مرکزونو کي ځانګړو کسانو اچولي.

په خوست، ننګرهار، کندهار، هلمند، غزني، زابل، هرات،بلخ، کندوز، بغلان، فاریاب، پروان، لوګر، خپله په کابل او نوروولايتونوکي دخلکو په ځای دکاندیدانو ملاتړو ملازمینوصندقونه ډک کړي دي.

له ننګرهار ولایت څخه راپورونه وايي، چي په دغه ولایت کي  ددرغلیودپټولو په موخه دپژواک خبري اژانس خبريال سخت وهل ډبول شوی او وسائل يې ورمات کړي دي.

 په کابل کي دځينو خاصو کانديدانو ملاتړي خلک په زوره درايو اچولو ته اړ کوي.

په دې برسېره په زابل ولایت کي په اصطلاح ملي اردو خلکو ته ګواښونه کړي دي، چي که رايي ونه کاروي ۱۰ زره ډالره به جريمه شي.

په لوګر، خوست او غزني ولايتونو کي هم خلک داربکیان او پولیسو له لوري په زوره درايو مرکزونو ته بيايي.

په کابل کي تیره شپه دځينو ځانګړو کاندیدانو ملاتړو چي په وسلو او لرګیو سمبال وو دخلکو دکورونو دروازې يې ماتي کړي او خلک يې تهدید کړي،چي یوه ځانګړي کاندید ته رايه ورکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x