ټرمپ: هند او پاکستان دې افغانستان کې د همکارۍ لپاره خپلمنځي اړيکې ښې کړي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۶): د امریکا ولسمشر له پاکستان او هندوستان غوښتي، چې دواړه اټومي هېوادونه بايد خپل تاوتريخوالی کم کړي، يو بل سره خبرو ته کيني او په ګډه د افغانستان روان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.

د امريکا دولتي او ديپلوماتيکو سرچينو ويلي، چې د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيلرسن اسلام اباد او نوي ډيلي ته د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو چارواکو ته د ولسمشر ټرمپ دغه پيغام رسولی و، چې بايد خپلمنځي تاوتريخوالي د راکمولو لپاره جدي هڅې وکړي او په ګډه په افغانستان کې يو بل سره همکاري وکړي.

امریکايي رسنۍ وايي، د پردې تر شا له هڅو ښکاري، چې د هند او پاکستان تر منځ تاوتريخوالی په کمېدو دی او د کشمير لانجمنې سيمې سربېره د هند او پاکستان په کنټرول کرښه تاوتريخوالي کې کمی راغلی دی.

د هند او پاکستان ترمنځ له تېرو څلورو مياشتو راهيسې سوداګريزې اړيکې درېدلې وې، خو د د ټيلرسن له سفر وروسته دغه اړيکې يو ځل بيا پيل شوي او دواړه لوري يو بل ته سوداګريز توکي لېږدوي.

د هند او پاکستان ګډ سرحد له تېرو څو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو د پوځيانو لپاره د خونړيو نښتو مرکزونه دي او روان کال د اوربند د سرغړونو او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له مخې تر ټولو خونړی بلل شوی دی.

له اسلام اباده خپرېدونکې انګليسي ورځپاڼې «ايکسپريس ټريبيون» ليکلي، چې د دروازې تر شا د پټو هڅو له مخې د ټرمپ اداره غواړي، چې د هند او پاکستان تر منځ روان تاوتريخوالی تر ټولو ټيټې کچې ته راشي، تر څو دواړه هېوادونه د خپلمنځي اړيکو سربېره په افغانستان کې په ګډه مرستې او همکاري وکړي.

ايکسپريس ټریبيون د يوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي له خولې د نوم نه ښودلو په شرط ليکلي، چې ټيلرسن اسلام اباد او نوي ډيلي ته د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو مشرانو ته د ولسمشر ټرمپ پيغام رسولی او دواړه يې هڅولي، چې د خپلمنځي اړيکو لپاره نوې لاره ولټوي او تاوتريخوالی تر ټولو ټيټې کچې ته راولي.

د پاکستان له لوري د جاسوسۍ په تور د هند بحري ځواکونو نيول شوي افسر کهلبوشن جاودو د خلاصون هڅې هم د امریکا په غوښتنو کې شاملې دي او له همدې امله پاکستان کهلبوشن ته اجازه ورکړې، چې له خپلې ښځې او کورنۍ سره اړيکه وساتي.

امریکا په داسې حال کې، د هند او پاکستان تر منځ د تاوتريخوالي په کمولو ټينګار کوي، چې د ګډ حکومت مشران په کابل او ډېری وخت په نوي ډيلي کې د پاکستان پر ضد توندې څرګندونې کوي او په سيمه کې د هند دوستي د پاکستان پر ضد خپله لويه لاسته راوړنه بولي.

د افغانستان د چارو امريکايي کارپوه بارنيټ روبین وايي، چې امریکا د خپلې بریا لپاره بايد د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې ولري او د ټرمپ ادارې هغه څرګندونې يې ناسمې بللې وې، چې د پاکستان پر ضد يې کړې وې.

شونې ده، چې له همدې امله امریکا له پاکستان سره وړمه ورځ اووه سوه ميليونه ډالره مرسته اعلان کړي وي او همدارنګه يې له نوي ډيلي او اسلام اباده غوښتي، چې خپل کړکېچ کم او په افغانستان کې په ګډه يو بل سره همکاري وکړي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دغه هڅې به په افغانستان کې څومره ګټورې ثابتې شي او د ګډ حکومت چارواکي به په دې اړه څه نظر ولري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د