سوريه کې د روسيې هوايي بريد ۵۳ ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم ۱۳۹۶): د سوريې په شمال کې روسي الوتکو په يوه بازار هوايي بمبارۍ کړي، چې له کبله يې ۵۳ ولسي وګړي وژل شوي دي.

دغه بمبارۍ د حلب ولايت د اتارب ښار په يوه بازار شوي دي.

ويل کېږي، د اتارب زياته برخه د حکومت د مخالفو وسله والو په واک کې ده.

په برتانيا کې د سوريې د انساني حقونو د څار ډله دغه بريدونه تائيد کړي او په وينا يې چې په دې بريد کې ۵۳ ملکيان وژل شوي، چې ماشومان هم پکې شامل دي.

سيمه ييزو سرچينو او خبريالانو ويلي، چې د اتارب په بازار دريو روسي الوتکو بريدونه وکړل او په وينا يې چې بازار يې له يوې مخې ټول وران کړی دی.

د فرانس خبري اژانس د وران شوي بازار ځينې انځورونه خپاره کړي، چې يو شمير مرستندويان مړي او ټپيان له کنډوالو راباسي، دغه راز په انځورونو کې د ۳ ماشومانو جسدونه هم ښکاري.

درې ورځې مخکې هم روسي الوتکو د سوریې د دیر الزور ولایت د بوکمال ښار کې پر ولسي خلکو بمبارۍ وکړې، چې په پايله کې يې ۲۶ تنه ووژل شول او لسګونه تنه نور ټپيان شول.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د