خبرونه

د غزني ولایت زیاتره خلکو په انتخاباتو کې ګډون نه دی کړی

 

له غزني ولایت څخه راپورونه وايي، ددې ولایت په زیاتره سیموکي د انتخاباتو پروسه په ټپه ولاړه ده. ددې ولایت په زياتره ولسواليو کي درايومرکزونه يوازي دولسوالیو ترمرکزونو پوري محدود دي، چي هلته هم خلک ګډون نه پکي کوي.

ددې ولایت په اندړو، قره باغ، دهیک، ګیرو، ناوه، زنخان، رشيدان،واغظ، خوګياڼي او نورو ولسوالیوکي خلکو په انتخاباتي ډرامه کي برخه نه ده اخيستي.
دغزني ولایت په مرکز او دځينو ولسوالیو په مرکزونو کي ډیرو لږو خلکو په دغه پروسه کي ګډون کړی دی.
له غزني ولایت څخه راپورونه وايي،چي ددې ولایت په يوشمېر ولسوالیو کي سختي نښتي شوي دي.
په ټوله کي دغزنی په ولایت کي د انتخاباتو په پروسه کي دخلکو نه ګډون دپام وړ دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x