سپنتا په خپل کتاب کې د حامد کرزي د وخت رازونه افشا کړي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم ۱۳۹۶): د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا په یوه کتاب کې هغه رازونه افشا کړي چې نوموړی خپل د کاري مودې پر مهال ورسره مخ شوی و.

سپنتا یو کتاب لیکلی چې نوم یې دی: «سیاست افغانستان، روایتي از درون»، او ادعا لري چې په دغه کتاب کې چې یې هر څه لیکلي، ټول حقیقت لري او دی یې مسؤولیت په غاړه لري.

د نوموړي کتاب تېره ورځ په یوه غونډه کې لوستونکو ته وړاندي شو، چا چي لوستلی، وايي ځیني داسي اړخونه په کښي را نغښتل شوي چې شاید ډیرو خلکو ته روښانه نه وي.

ځکه چې د افغانستان په جګپوړو چارواکو کې د یادښتونو لیکلو رواج ډېر کم دی، د سپنتا دغه کتاب به د لوستونکو توجه جلب کړي او د پردو تر شا هغه مجلسونو او بحثونو سره به بلد شي چې عموما د عامو خلکو له نظره پټ ساتل کیږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.