کرېکټ: افغانستان ۱۹کلنو لوبډله نن له عرب متحده اماراتو سره لوبه لري

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم ۱۳۹۶): د افغانستان ۱۹کلنه لوبډله نن په اسیايي کپ کې له عرب متحده اماراتو سره لوبه لري.

د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې له دې وړاندې پاکستان ته ماتې ورکړې؛ خو له سریلانکا یې بیا ماتې خوړلې ده.

د ۱۹ کلنو اسیايي کپ لوبې د مالیزیا په پلازمېنه کولالمپور کې پیل شوې، چې د روانې نومبر میاشتې په ۱۹ به پای ته ورسېږي.

عرب متحده اماراتو تراوسه دوه لوبې کړي او دواړه یې بایللي دي.

که افغانستان ۱۹کلنو لوبډله نننۍ لوبه وګټي؛ نو نیمه پایلوبې ته به لاره پیدا کړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.