د فوټبال ملي لوبډله نن له ویتنام سره سیالي لري

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم ۱۳۹۶):د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د ویتنام په پلازمېنه هانوې کې د دې هېواد له ملي لوبډلې سره سیالي لري.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي، که چېرې افغانستان نننۍ سیالي وګټي؛ نو د اسیا د فوټبال په اتلولۍ جام سیالیو کې به یې ګډون ته لاره هواره شي.

د فوټبال ملي لوبډلې غړي هم وايي، چې نننۍ سیالۍ ته پوره چمتووالی لري او هیله‌من دي چې نننۍ سیالي به په خپل نامه کړي.

د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي اباسین علیزي په خبره ، د نننۍ سیالۍ لپاره یې ښه تمرینونه کړي او لوبډله پوره چمتو ده.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لپاره نن له ویتنام سره سیالي برخلیک ټاکونکې ده. که افغان لوبډله نننۍ سیالي مساوي هم کړي؛ نو د اسیا د اتلولۍ جام سیالیو څخه پاتې کېږي.

د فوټبال د اسیا د اتلولۍ جام سیالي د ۲۰۱۹ کال کېږي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د