ننګرهار: پر اچین د پاکستان له لوري د توغندیو د توغولو لړۍ بیا پیل شوې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم ۱۳۹۶): د ننګرهار د اچین ولسوالۍ ځايي خلک وايي، د تېرې ورځې مازیګر راهیسې د ډیورنډ فرضي کرښې اخوا د اچین پر عبدالخېلو سیمه د پاکستاني پوځیانو له لوري د توغندیو د توغولو لړۍ بیا چټکه شوې ده.

د ځايي خلکو په خبره، د توغندیو د لګیدلو له امله د عبدالخېلو سیمې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

دوی وايي، تراوسه لسګونه توغندي لګیدلي او د بېګاه شپې تر ناوخته د توغندیو د لګیدلو اوازونه اورېدل کېدل.

تېره ورځ د کونړ چارواکو هم ویلي وو، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان له لوري د کونړ پر څلورو ولسوالیو ۱۸۴ توغندي لګیدلي دي، چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

پاکستان د وقفه‌يي ډول د ننګرهار او کونړ ولایتونو پر ځینو ولسوالیو توغندي توغوي او افغان چارواکي یې یوازې غندي او د توغندیو شمېر رسنیز کوي.

د ډیورنډ فرضي کرښې اخوا پاکستانیو پوځیانو له دې وړاندې د ننګرهار پر نازیانو، اچین، لالپورې او هسکې مېنې ولسوالیو توغندي توغولي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د