نظــر

دجعلي انتخاباتو له درغلیو ډکه پروسه

څنګه چي ولس دانتخاباتو په جعلي پروسه کي ګډون ونه کړ، نوځکه له سهار راهيسي په ټولو انتخاباتي مرکزونو کي درغلۍ روانې وې. دهيواد له ګوټ ګوټ څخه راپورونه وايي، چي دکابل درژيم له طرفه دټاکل شویو کسانو له لوري درايو صندقونه ډک شوي دي.

په ننګرهار ولایت کي په اصطلاح دملي اردو عسکرو دپژواک خبري اژانس یو خبریال له دې امله وهلی، چي غوښتل يې درايو له مرکزونو څخه لیدنه وکړي، دغه خبریال ځکه وهل شوی، چي هسي نه ددرغلیو راپورونه ورکړي.

له بله پلوه له خوست ولایت څخه راپورونه وايي، چي په دې ولايت کي یوه یوه کس په لسګونو رايي کارولې.

دکابل دښار په  ځينومرکزونو کي دخلکو ګوتي رنګ شوي او پاڼي ورڅخه وړل شوي دي.

په غزني ولایت کي هم درايو صندقونه دچارواکو له لوري ډک شوي دي، ځکه په دغه ولایت کي دانتخاباتوپه دې جعلي پروسه کي خلکو ګډون نه وو کړی.

يوه بهرني خبریال په خپله ټوېټر پاڼه کي ليکلي، موږ دچک ولسوالۍ کي درايومرکز ته ورغلو، چي په مرکز کي هيڅوک نه وو، خو صندقونه ټول ډک وو.

په لوګر، زابل، غزني اويوشمېر نور ولایتونو کي خلک دملي اردو اوپولیس له لوري په زوره انتخاباتي مرکزونو ته وړل کېدل.

دزابل ولایت له یوشمېر ولسوالیو څخه درایوصندقونه بیرته وړل شوي دي او دپولیسو له لوري خلک ګواښل شوي، چي که په رايوکي برخه وانخلي، ۱۰ زره ډالره به جریمه شي.

په دې برسېره دهیواد په زياتره ولايتونو کي درايو پاڼي خپله دکمپاينرانو له لوري کارول شوي، چي وروسته يې دختمېدلو اوازې خپرې کړې، داسي راپورونه هم ورکړل شوي، چي مرکزونو ته ډک صندقونه وروړل شوي  دي.

همداراز  دکابل درژيم په سلګونو چارواکو خلک دې ته اړ کول، چي دکوم ځانګړي کاندید په ګټه رایه وکاروي.

په دې برسېره له کابل، کندهار، ننګرهار، خوست، پکتیکا، کندوز، بغلان، فاریاب، هلمند، هرات، زابل، لوګر او ګڼو نورو ولايتونو څخه ددرغلیو راپورنه ورکړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x