فراه: د طالبانو په بریدونو کې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۶): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ویلي چې تېره شپه ددوی جنګیالیو د بالابولک په ولسوالۍ کې پر یوې پوستې برید وکړ چې له امله یې ۱۱ تنه دولتي عسکر ووژل شول.

نوموړي ویلي چې د هغوی څخه یې ۱۵ میله ثقیله وسله او زیاته اندازه مهمات نیولي دي او هم یې د خپل یوه ملګري وژنه منلې ده.

خو د شیرعلي په نامه د دولتي عسکرو یوه جګپوړي قومندان رسنیو ته ویلي چې تېره شپه سلګونه طالبانو د بالابولک ولسوالۍ د کال کلا په سیمه کې پر دوو پوستو بریدونه وکړل چې له امله یې ۱۱ عسکر ووژل شول او دوه تنه لادرکه دي.

نوموړي ادعا کړې چې په دغه جګړه کې يې شل تنه طالبان هم وژلي دي.

ځینو نورو سرچینو د وژل شویو عسکرو شمېر ۱۵ ښودلی دی. او ځینو ځايي خبریالانو د طالبانو لوري ته هم د تلفاتو خبرونه ورکړي دي.

ځايي سرچینې وايي چې طالبانو د فراه ولایت په مرکز کې هم د دوکین په نامه سیمه کې د دولتي عسکرو پر یوې پوستې برید وکړ چیرې چې پنځه تنه عسکر وژل شوي دي.

باید وویل شي چې وړمه ورځ هم د فراه ولایت د مرکز اړوند د ریګي په سیمه کې پر یوې پوستې طالبانو برید کړی وو او په وینا یې ۱۳ تنه عسکر وژل شوي وه.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د