په کندهار کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ خونړۍ نښتې شوي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۶): طالبان وايي تېره شپه یې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د مندوزو او کلانکیچي په سیمو کې د دولتي ځواکونو پر پوستو برید کړی چې له امله یې ۳ پوستې ونیول شوې او په جګړه کې ۴۷ تنه عسکر ووژل شول.

نوموړي ویلي چې د وژل شویو عسکرو جسدونه اوس هم په سیمه کې پاتې دي.

قاري یوسف ویلي چې پر پوستو تر برید وروسته هغه کومکي قطار ته هم کمین نیول شوی وو چې غوښتل یې تر برید لاندي پوستو سره کومک وکړي.

د نوموړي په وینا په دغه نښته کې څلور قومندانان وژل شوي چې یو یې د قطعې قومندان «رازق» دی، او درې د پوستو قومندانان «شین خالی، حیات او ګلالی» دي.

قاري یوسف په خپل اړخ کې د تلفاتو خبرونه تایید نه کړل.

بلخوا د کندهار د پولیسو ویاند ضیاء دراني رسنیو ته د پيښې تصدیق کړی دی او ویلي يې دي چې تېر ماخوستن اته بجې شاوخوا د طالبانو سلګونو جنګیالیو د میوند او ژړۍ ولسوالۍ پر ۱۵ پوستو بریدونه پيل کړل چې له امله یې ۲۲ تنه پولیس ووژل شول او ۱۵ نور ټپيان شول.

نوموړي ویلي چې په دغه جګړه کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې او ادعا یې کړې چې ۴۵ تنه طالبان ووژل شول او ۳۵ یې نور ټپیان شول.

خو قاري یوسف احمدي د نوموړي ادعا دروغ بللې او زیاته کړې یې ده چې دوی ته په دغه جګړه کې زیات شمېر وسلې او مهمات هم په لاس ورغلل.

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

لله الحمد دا یی لاژمی پسرلی ته به یی ګورو