د درویش رسولي اسمان څکو شپږیزو پر مټ عربي اماراتو لویه ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۳مه ۱۳۹۶ل): د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې د درویش رسولي د تېزې توپوهنې پر مټ عربي اماراتو لوبډلې ته لویه ماتې ورکړه.

نننۍ لوبه کې عربي اماراتو پچه وګټله او د لومړی توپ اچونې پریکړه یې وکړه. د باران له کبله د لوبې اورونه د ۵۰ پر ځای ۲۰ ته راښکته شوي وو.

د افغانستان له لوري پیل ښه و. رحمن الله ګوربز ۵۹ او ابراهیم علي خیل ۲۳منډې جوړې کړې. خو ابراهیم ځدران بیا یواځې ۲ منډې جوړې کړې او وسوځېد.

په ۹ اور او څلورم بال ابراهیم علي خیل وسوځېد چې ورپسې درویش رسولي توپوهنې ته راووت. درویش رسولي له پیله پر اسمان څکو شپږیزو پیل وکړ. د ۱۰ شپږیزو او ۷ څلوریزو پر مټ يې ۱۰۵ منډې جوړې کړې او نا سوځېدلی پاتې شو. له هغه سره یوځای نثارالحق وحدت ۲۶منډې جوړې کړې.

په وروستیو لسو اورونو کې افغانستان ۱۴۱ منډې جوړې کړې او عربي اماراتو ته یې ۲۲۵ منډې هدف ورکړ.

عربي اماراتو د توپوهنې پیل خراب و. مجیب ځدران او نوین الحق په لومړیو څلورو اورونو کې یې څلور لوبغاړي وسوځول. وروسته دوی په شل اورونو کې ۹ ویکټې د لاسه ورکړې او یواځې ۹۰ منډې یې جوړې کړې.

افغانستان د نننۍ لوبې په ګټلو سره په خپل ګروپ کې اول نمبر شو او نیمه پایلوبې ته ووت.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د