افغانستان

د رایې اچولو ټاکل شوی وخت پوره شو

نن ټکی آسیا: د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ټاکلې مهالوېش سره سم، د رایه اچولو پروسه چې سهار شاوخوا اوبه بجې پیل شوه، له لسو ساعتونو وروسته د مازدیګر پر پنځه بجې پای ته ورسېده؛خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، هغه کسان چې لا هم په صفونو کې ولاړ دي، کولای شي رایه واچوي.

د رایه اچولو د پای وخت په لومړي سر کې څلور بجې ټاکل شوی و، خو د ټاکنو د کمیسیون د مشر احمد یوسف نورستاني په حکم یو ساعت نور هم وغځول شو.
په عین حال کې د هېواد له ګڼو ولایتونو او ښارونو داسې راپورونه دي،چې د ازدحام، بې ځایه تلاشیو او د رایه ورکولو د پاڼې د کمښت له کبله ډېری خلک مایوسه او په قهر خپلو کورونو ته ستانه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x