ډاکټر محمد ابراهیم شینواری

ابراهیم شینواری د پوهنې وزارت سرپرست وزیر وټاکل شو

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم ۱۳۹۶): د ګډ حکومت د لومړي مشر اشرف غني په حکم د پوهنې اوسنی سرپرست وزیر محمد حنیف بلخي له دندې ګوښه او پرځای یې محمد ابراهیم شینواری ټاکل شوی دی.

ډاکټر محمد ابراهیم شینواری د طب ډاکټر دی؛ خو په تېرو کلونو کې یې له بېلابېلو نړیوالو ادارو سره کار کړی او له تېرو څو کلونو راهیسې د پوهنې وزارت مرستیال وزیر و.

د پوهنې وزارت اوسني سرپرست وزیر هم د بلخي ګوښه کول تایید کړي او ویلي یې دي چې په لنډ وخت کې به ولسي جرګې ته د باور د رایې اخیستو لپاره وروپېژندل شي.

په اوسني ګډ حکومت کې اوس هم ځینې وزارتونه سرپرستان اداره کوي، چې په تېرو درېو کلونو کې ولسي جرګې ترې د باور رایه راخیستې ده؛ خو تراوسه په خپلو دندو پاتې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د