OK څه معنا لري؟

د نړۍ زيات او د هرې ژبې خلک ډير وخت په خبرو کې د انګليسي د او کې (OK) کليمه ډېره استعمالوي، خو په معنا به يې ډير کم خلک پوهيږي.

تاسو به هم ډير وخت په خبرو خبرو کې د پښتو د هو په ځای د انګليسي OK کليمه استعمال کړې وي؛ خو تر اوسه به مو په دې اړه فکر نه وي کړی چې OK څه معنا لري.

OK په حقيقت کې د پخوانۍ انګليسي دوه کليمې دي چې د Oll Korrect مخفف دي چې د (هر څه سم دي) په معنا راځي.

د ۱۹ مې ميلادي پيړۍ په نيمايي کې د امريکا په بوسټن او نيويارک ښارونو کې د غير روايتي الفاظو استعمال کم و او د لويو الفاظو مختصر کول د خلکو خوښ و چې په هغه وخت کې د OK په څېر KY اصطلاح هم عامه شوی چې د You Know (ته پوهېږې) په معنا دی، چې په هغه وخت کې دغه د KY او Oll په څېر مخففات په عامه توګه استعمالېدل.

په يو وخت کې د OK اصطلاح يوه سياستدان چې Old Kinderhook نومېده هم د هغه همکارانو استعمالوله، که څه هم دغه اصطلاح له وخت سره ختمه شوه خو د OK دغه معنا چې (هر څه سم دي) يا هر څه صحيح دي تر اوسه هم په نړۍ کې په لويه کچه استعماليږي.

سرچینه: https://en.wiktionary.org/wiki/oll_korrect

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د