پر کونړ د پاکستانیو توغندیو شمېر ۳۴۰ ته ورسېد

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم ۱۳۹۶): د کونړ چارواکي وايي، چې له تېرې ورځې راهیسې د کونړ پر څلورو ولسوالیو د ډیورنډ فرضي کرښې اخوا پاکستاني پوځیان توغندي توغوي، چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د کونړ امنیه قومندان جمعه‌ګل همت په خبره، پاکستاني پوځیان د کونړ پر څلورو ولسوالیو دانګام، شلطن، خاص کونړ او مرورې ولسوالیو ۳۴۰ توغندي توغولي، چې له امله یې ځینې کورنۍ بې‌ځایه شوې هم دي.

دی وايي، یوازې د شلطن ولسوالۍ څخه ۴۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي او نورو سیمو ته تللي دي.

تېره ورځ هم د کونړ امنیتي چارواکي ویلي وو، چې د پاکستاني پوځیانو له لوري ۱۸۴ توغندي توغول شوي دي.

د کونړ امنیتي چارواکي تراوسه یوازې د یو تن ټپي کېدو خبره کوي؛ خو د بي بي سي خبریال عبدالله نظامي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د پاکستان د توغندیو د لګیدلو له امله یې اوښی مړ شوی دی.

د ننګرهار امنیتي چارواکو هم ویلي، چې پاکستان د اچین پر عبدالخېلو سیمه لسګونه توغندي توغولي؛ خو د اوښتو زیانونو په اړه یې څه نه دي ویلي.

2 تبصرې

  1. الحاج استاذ بیانزی

    نزدی لس کاله خو به کیږی چه پاکستان د ړندو دغه غونداری پرله پسی ګوذاری ، که له اوله تر اوسه وشمیرل شی شمیر به یی څو زرو ته ورسیږی، که زمونږ هیواد خپلواک حکومت او خپلواکه اردو ولری دا د جنګ اعلان هم نه بلکه اصلی حربی جنګ دی چه تاسی څوک په ټوپک په نښه کوی او ته هم ټوپک لری بیا هم وایی چه خیر دی ښه به شی کم عقل دی ، یا یو څوک غلا کوی ته وایی خیر دی ښه به شی غلا به بیا نه کوی یا څوک دی په ناموس تیری کوی او ته وایی چه خیر دی ښه به شی بیا به یی نه کوی او هغه چه ډیر بی غیرته او یا کمزوری وی اخره کی وایی چه [[ زه څه کوم ، څه کولای شم زور نه لرم ]]
    په داسی حال کی چه د امریکا په مشری ۴۸ لوندانو نظامی حضور او ستراتیژیک تړوونو د کابل د فتری دکی دی هغه ستراتيژیک زمونږ د مظلوم اولس د وژلو ، استثمارولو او غلامولو د پاره دی زمونږ د هیواد خاوره او هوا د هغوی په کنترول کی ده او پاکستان په زرونو راکتونه او هغه هم نا معلومه اهدافو باندی چه هر څای کی ولګید او هر څوک پری ولګید. تر ډیره چه ما دا موضع تعقیب کړی په څو زرو میزایلو تر اوسه یو حیوان هم زخمی شوی نه دی او نه د چا کور وران شوی .
    ماته څه بل څه ښکاری ، یعنی یا هیڅ میزایلونه نه وار شوی هسی تمرینی میزایلونه وارییږی چه د وژلو مردکی نه لری یافلاستیکی مردکی لری چه سړی نه وژنی ، یا امریکا غواړی چه دکابل د غلامی اداری د اردو د پیاوړتیا او زړورتیا جاج واخلی چه له ځانه دفاع کولای شی که نه ، لا پاکستان ته ویل شوی چه دا پاتی افعانستان هم له ځانه سره په داسی ډول یوځای کړه چه حکومت ستاسی په قومانده هر څه کوی او پاکستان د حکومت د ساتنی د پاره د طالبانو په ضد جنګ وکړی یا د کابل اردو به روزنه کی ورسره مرسته وکړی مګر د کابل اداره به مرکزی حکومت یعنی اسلام اباد ته کلنی مالیه ورکوی . د ډیورند کرښه له جنوبه شمال ( امو دریاب ) ته نقل شوی .
    زه فکر کوم چه د ټرمپ اصلی نوی ستراتیزي د پرونی ستراتيزی اخری برخه ده ، د همدی امله شاید د پاکستان راتلونکی حاکم کیدی شی بیا پرویز مشرف یا کیانی او بل کوم غلام بیا رامنځته کړی او پاکستان به د افغانستان سره یو هیواد جوړ کړی. مننه

  2. الحاج استاذ بیانزی

    حیرانوونکی بیا دغه تصویر هم دی ، ماته دغه سیمی معلومی دی دغه تصویر کی د سیند غاړه معلومیږی او د پاکستان به اړخ یعنی د غړونه هغه غاړو ته سیند نشته ، داسی معلومیږی چه د کابل حکومت هسی چیغی وهی . هغه د دروغچن شپون خبره به وی وایی
    [[ یو دروغچن شپون هسی د خلکو د مزاحمت او ساعت تیری د پاره به تل چیغی وهلی ، هلی خلکو لیوه راغی ګډی یی راله ماتوی ، خلک به مرستی ته په ډیره عچله ورغلل هلته به هیڅ نه وو او ښبونکی به وخندل . بل ورځ ورباندی لیوه په رښتیا راغی شپون کما سابق بیا چیغی کړی او تر پخوا یی زیاتی چیعی کړی مګر خلګو ویل چه بیا یی دروغ برابر کړی څوک یی امداد ته ورنغلل . لیوه یا لویانو یی ډیری ګدی ماتی یا خوړلی وی ]]

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.