دولت وزيري

دفاع وزارت د پاکستان راکټونو ته غبرګون وښود

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم ۱۳۹۶): د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري نن یوه خبري کانفرانس ته وویل چې پاکستان دي پر افغانستان راکټي بریدونو ته د پای ټکی کښيږدي.

نوموړي وویل چې دفاع وزارت به په دې اړه پر اسلام اباد زیات فشار وارد کړي که چیري هغوی له خپله کاره لاس وانه خلي.

وزیري وویل: کوم راکټونه چې پر افغانستان ویشتل کیږي، هیڅ کله د افغانستان حکومت او وسلوال ځواک ته د منلو وړ نه دي، دا موضوع په جدي ډول د ملګرو ملتونو او پاکستان سره مطرح شوې ده او په لوړه کچه تعقیبیږي.

باید وویل چې له تیرو درو ورځو راهیسي پاکستاني ځواکونه پر سرحدي سیمو راکټونه ویشتل پیل کړي دي چې له امله یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه هم اوښتي دي.

کونړ امنیه قومندان جمعه‌ګل همت په خبره، پاکستاني پوځیان د کونړ پر څلورو ولسوالیو دانګام، شلطن، خاص کونړ او مرورې ولسوالیو ۳۴۰ توغندي توغولي، چې له امله یې ځینې کورنۍ بې‌ځایه شوې هم دي.

دی وايي، یوازې د شلطن ولسوالۍ څخه ۴۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي او نورو سیمو ته تللي دي.

2 تبصرې

  1. وایی [[ حری ته ګوره او د صحرا شپی ته ګوره ]]
    تاسی د دولت وزیری ( روسی ) قواری ته وګوری ټول روسی دی ، تاسی باور وکړی چه استعمار د لوړو پوستو د پاره هغه غلامان انتخابوی چه پلرونه اونیکونه یی هم غلامان وی ، او په غلامی کی د یرغملتیا د پاره یی لمړی د بی شمیره مالی پیرزونو لاندی او په څنګ کی یی تر اخری کچی عیاشیو او فحاشیو سره مخ کوی او د دی په اوږدو کی چه کله په شرابو پړسیدلی وی د خبلو عسکرو به واسطه بدی کړنی ورسره ترسره کوی ویدیو ګانی یی دکوی هغه ورته بل مجلس کی علنی کیږی او ورته ویل کیږی چه د سرغړونی په صورت کی به دا علنی کوو ، یوه لویه سر غړونه به یی دا هم وی چه دینی عقیدی به نه لری له ملی ګټو به شخصی او استعمارچیانو ګټو ته ډیر وفادار وی او او … که له هغه لایحی یی سرغړونه وکړه نه یواځی دا چه اخره کی به یی ووژنی د هغو ویدیو ګانو په علنی کولو یی محوه کوی . دولت وزیری ، ع ، غ ، کرزی او داسی نور له دغو غلامانو له ډلی څخه دی او قواری یی داسی ښکاری چه په رګونو کی یی د روسانو وینه ده مننه

  2. دا دری کاله کیږی چی هر ورځ د افغان پر کور توغندی ویشتل کیږی ته د کوم خره په غوږ کی ویده وی؟ ستا نمایشی غبرګون چیر وو؟
    حقیقت دا دی چی همدا ستاسو په اشاره او مرسته کیږی ولی د افغان ولس سترګو ته خاوری اچوی،
    له پاسته تاسو پری بی رحمه بمبارونه کوی او په ځمکه باندی مو تورمخو ته د امنیتی تړون او ګډو عملیاتو په بهانه د افغان وژنی جواز ورکړیدی.
    د دری کاله کیږی چی تاسو د تورمخو سره تړون کړیدی د افغان ولس د وژنی لپاره، او ستا نمایشی غبرګون نتیجه دا شوه چی په درو ورځو کی په ګران افغانستان ۳۵۰ توغندی ولږیږی.
    تاریخ به مو هیڅکله معاف نکړی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.