د دروغجن د پېژندلو اووه نښې

که څه هم په ظاهري توګه د دروغجن انسان پيژندل مشکل وي او يا هم بيخي ناممکن وي خو زموږ په چاپيريال کې نن سبا دروغجن په ډېرو مجلسونو کې بيخي عام شوي دي.

د دروغجن پېژندل که څه هم اسان نه دي خو که هڅه وشي ډېر سخت کار هم نه دی،  د امريکايي د ايف بي ايي ادارې يو تن لوړ پوړي کارمند ډيويډ شاويز په يوه غونډه کې وويل چې د خلکو په څېره کې اغيزې، د بدن د اعضاوو رېږدېدل، او د خبرو اترو د طرز بدلېدل هغه څه دي چې د يو درواغجن حالت ورڅخه معلوميږی.

ډيويډ شاويز وايي چې ځينې نور عادات او کارونه هم شته چې په مرسته يې دروغجن سړی پېژندل کيدلای شي،  همدا راز کېدی شي چې د دغو حالتونو په پېژندلو سره يو مجرم وپيژندل شي او له فريب ورکولو څخه يې يو څوک وژغورل شي.

دروغجن انسان د خپل ځان د رښتيني ثابتولو له پاره په خبرو کې  له مختلفو جملو او لارو چارو څخه کار اخلي، او د ډیرو قسمونو په کولو سره غواړي چې خپلې خبرې په اوږدو جملو کې وکړي، يا هم د لږ وضاحت په ځای ډیر وضاحت وکړي، دروغجن سړی د خبرو کولو په وخت کې ډیر يوې او بلې خوا ته ګوري، دا ځکه چې په خپلو خبرو بې باوره وي او فکر کوي چې زما له حاله به کيدای شي نور څوک خبر وي او هغه خلک به په دې ځای کې ناست وي.

دروغجن انسان چې کله راګير شي نو په دغه حالت کې ډیر تنګ وي او غواړي چې خپله خبره ژر خلاصه کړي چې په دې حالت کې يې خبرې اترې ګډې وډې شي او اغيزې يې معلومې شي.

ځينې دروغجن انسانان بيا نورو خلکو ته په ډېرې تيزۍ سره په سترګو ورننوځي او هيڅکله د ځان ملامتول نه مني خو چې لږ د زور او سخته خبره ورته وشي بيا له خپلې خبرې په شا کيږي او يا هم خبره بدلوي.



4 تبصرې

  1. درنو دوستانو السلام عليکم ! د ايف بي آی يا د امريکې د فدرالي ادارې(د امريکې د کورنيو استخباراتو) د ادارې دغه خبري د منلو نه دي. دا نه د کومي تجربې پر بنسټ ولاړي دي او نه د کومي علمي لاسته راوړني. دا د استخباراتي او تحقيقاتي ممارست پر بنسټ دي. دا درنه او ډېره معتبره پاڼه(نن ټکی آسيا) د دغسي جاسوسي شبکو په دغسي بې سر وبوله خبرو مه بد خونده کوئ. ورکه دي سي دا د ظلمونو، وحشتونو، جنايتونو او استخباراتي شبکو ځاله نړۍ خوره امريکا او مرګ دي وي پر ايف بي اي او د امريکي پر نورو ټولو جاسوسي شبکو !
    موږ ته تر نورو ټولو ښه زموږ سپېڅلي دين د درواغجنانو نخښي ډېري ښې راښوولي دي موږ ته هغه بسنه کوي والسلام.

  2. الحاج استاذ بیانزی

    د لیکنی لیکونکی که په مستعار نوم هم وی باید ولیکل شی او که د اداری له خوا لیکل شوی اداره باید ولیکل شی یعنی دا د لیکنو اصول دی که څوک د هغه په لیکنه یا کتاب باندی نیوکه لری او لا یی ستاینه کوی څوک مخاطب کړی.
    د دی لیکنی په اړه :
    زه د دروغجن به اړه نښو سره موافق یم ، او تر دی زیاتی نوری نښی به هم ولری . دروغ ویل ستره ګناه ده ، حضرت محمد ص ته یو کس چه هر ډول بدی کړنی یی کولی د نصیحت غوښتلو د پاره راغی هغه ورته وفرمایل [[ دروغ مه وایه ]] هغه کس پوښتنه وکړه چه نور هغه ورته وفرمایل [ دروغ مه وایه ]] او دا خبره ځو څلی تکرار شوه ، بیا ورته حضرت محمد ص وفرمایل چه [[ دروغ د ټولو ګناهونو مور ده ]] فکر کوم اسلام کی یوه مهمه خبره نه ده پاتی شوی چه به اړه یی څه نه وی ویل شوی مګر زمونږ لیکونکی ډیره تکیه په اروپا او امریکا یا کفارو کوی نه پوهیږم ولی ؟ کیدی شی د دوی عقیدی کږی شوی او کفارو ته د پیغمبری په کچه ګوری .
    دا سمه ده چه کفار هم په خپلو هیوادو کی د کوچنی جرایمو لکه غلا، وژل، فریب کاری او داسی نورو د پاره کوچنی دروغ دیر لری پولیس یی په اړه هڅی لری پلتنی او څارنی کوی چه اصل حقیقت ځانته معلوم کړی .
    مګر هغه چه لوی دروغ دی هغه د کفارو فطری برخه تشکیلوی . کفر عربی کلیمه ده حق پټونی ته وایی یعنی ټول کفار حق پتونه لری تر ټول ښه مثال یی هغه خالق چه دوی یی خلق کړی تری انکار کوی او یا ورسره نور شریکان نیسی سره د دی چه ښه پوهیږی دا زما خبره نه د قران یعنی د الله ج خبره ده .
    دجال معنی دروغ ګویی او د کافر معنی حق پټونکی ، دروغ جق پټولو ته وایی یعنی هر کافر دروغجن او دجال دی ، مګر زمونږ ډیر مسلمانان چه د کفارو د دروغجن تمدن د اثراتو لاندی راغلی د خبلو خبرو د اثبات د پاره د کفری علماوو مثال یا د هغوی د خولی بیان رانقلوی، دا معنی چه دوی خپله هم دهغوی په شان شوی یا ورته نزدی دی .
    هو، به ساینس او تکنالوژی کی که څوک هره خبره له هره ځایه رانقلوی پروا نه لری سایسن کی دروغ ځای نه لری هغه څه چه په لابراتوار ثابت شوی هغه ساینس دی لابراتوار عملی بڼی ته ویلی شی ، ساینس او تکنالوژی د ټولو انسانانو تر منځ مشترکه ده ، مثلا د طب ، کرنی ، انجنیری او داسی نورو رشتو په اړه مونږ کولای شی د هر ډاکتر یا انجنیر علمی کړنی مثال راوړو مګر د سیاست ، اخلاقو ، تولنیز فرهنګ او داسی نورو د پاره له اسلام دین غیره بل هر فرهنګ دروغ او خطا ایستل دی په دروغو د دروغو اثبات ناممکنه خبره ده مننه

  3. السلام علیکم

    دا چې انسان فطرتا ریښتینی (مسلمان) زیږي نو د درواغو په مهال یې خپل د بدن غړي ورسره همنوایي نه کوي. مثلا

    ۱- د دروغو پر مهال د مخ په پرمختتلې سکرین کې خلل راځي.
    ۲- د دروغو په مهال د دروغژن سترګې د مخاطب و سترګو ته نه ګوري او بل لوري ته اوړي.
    ۳- د درواغو په مهال د انسان پښې د بدن موازنه له یوې څخه و بلې ته حواله کوي، یعنې ثابت نشي درېدلای او په یوه او بله پښه د بدلیدونکي اتکا حرکتونه پیلوي.
    ۳- د درواغو په مهال د انسان په وجود کې ډېر داسې خلل واقع کیدای شي چې ظاهرا د مشاهدې وړ نه دي خو په اوږد مهال کې د دروغژن په رواني، صحي او شخصیتي اړخونو باندې منفي اغیزې کوي.

  4. بلي دا تول حقيقت دي خو موژ په اوسني رژيم كي داسي اكادميك او مسلكي دروجنان لرو چي دير په مهارت دروغ واي چي عام خلك غلوي لكه غني گنجي دبل عبدالله او نور ياران

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.