د فلسطین ستر مجاهد یحیا عیاش تقبله الله کارنامو ته لنډه کتنه

احرار نیازی

تاسو به ددې عظيم مجاهد انځورونه ډېرو ځايونو کې لیدلي وي مګر تر نن ورځې به مو دده په اړه داسې خاص څه نه وي ليدلي !

يحيا عياش په ۱۹۶۶م میلادي کال د مارچ په ۶ نېټه د القدس په رافات ښارګوټي کې فاني نړۍ ته سترګې غړولې وې

نوموړي په کال ۱۹۹۳ کې د ( بيرزیت ) له پوهنتون څخه په برقي انجینرۍ کې ماسټرۍ لېسانس ترلاسه کړ .

د یحیا عیاش له مجاهدينو سره هغه مهال اړيکې جوړې شوې کوم وخت چې نوموړي په کال ۱۹۸۷ کې د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره د بیرزیت پوهنتون کې داخله واخیسته .

نوموړی په کال ۱۹۸۵ کې د اخوان المسلمون ېوه څانګه چې د فلسطین په (رام الله) ښار کې مېشت وه له هغې سره ملګری شو ، او هغه موټر چه پلار ده ته سپارلي وو ، هغه يې د دین دعوتي او تبليغي کارونه لپاره وقف کړ .

نوموړي په دغه مهال د دین په دعوت کې ډېره خواري وکړه چې له امله يې دی په ټولو ملګرو کې ممتاز شو .

د یحیا عیاش عسکري ژوند په کال ۱۹۹۱م کې پیل شو ، دا وخت نوموړي له حماس جهادي ګوند او القسام څانګې سره اړېکې پیدا کړې وې .

په دغه دور کې د چا‌ؤدېدونکو موادو لاسته راؤړنه بیخي مشکل وو ، نو نوموړي د خپل مهارت او استعداد له مخې د عام ژؤند ضروري سامان او طبي موادو څخه د چاؤدېدونکو موادو په جوړولو کار پیل کړ ، چه له امله يې د فلسطين په جهادي بهير کې نوی خوځښت پیدا کړ .

یحیا عیاش خپل لومړی عملیات په کال ۱۹۹۲م کې د نومبر په ۲۰مه نېټه ترسره کړل ، په دې عملېاتو کې نوموړي د تل ابيب په رامات سیمه کې له بارودو ډک موټر د چاؤدنې لپاره د سرک غاړې ته ودروه ، مګر اسرایلي استخباراتو مخکې له چاؤدنې دغه موټربم خنثی کړ ، او د اسرایلو استخباراتي ادارې (شاباک) ددې موټربم جوړونکي په اړه پلټنې پیل کړې ، د ډېرو تحقيقاتو وروسته هغوي ددې موټر بم جوړونکی نوم یحیا عیاش وښود .

بس د همدې له کبله یحیا عیاش اسرایلي فوځيانو ته مطلوب شخصیت وګرځېد او نوموړي له همدې ورځې څخه پټ ژوند تېرولو ته اړ شو .

یحیا عیاش له خپلو پخواني جهادي ملګرو زاهز جبارین ، علي عثمان عاصي او عدنان مرعي سره يوځائ د یهودي دښمنانو پرخلاف د بشپړ عملیاتو تیاری وکړ ، او په همدې تړاؤ يې د خپلو اهدافو لائحه جوړه کړه .

د ۱۹۹۳م کال په افریل کې یهودي فوځ او استخباراتو د نوموړي په کور چاپه ووهله ، مګر دی په لاس ورنغی او بېرته خړې سترګې ستانه شول .

یحیا عیاش دویم کامیاب عملیات د ۱۹۹۴م کال د افریل په ۶مه نيټه د موټربم په توسط ترسره کړل ، په دې عملیاتو کې (رائد زکانه تقبله الله)په عفوله ښار کې د بسونو په سټاپ د موټربم برید وکړ ، چې له امله يې ۱۱ تنه یهودیان قتل او درې سوه نور ټپيان شول .

دا برید د الخليل په ابراهيمي مسجد کې د مسلمانانو د قتل عام په بدل کې انتقامي بريد وو .

درېم عملېات يې همدې پسې بله هفته یعنې دېارلسم اپریل کې په خضيره ښار کې ترسره کړل .

په دې عملېاتو کې عمار تقبله الله په خپلې سينې پورې د بارودو ډک واسکټ وتړه او د اسرایلو په يوه بس کې يې ځان والوځوه ، نتیجه کې يې ۷ تنه یهودیان قتل او لسګونه تنه نور ټپيان شول .

دې برید سره په اسرایلو کې یو شور او غوغا جوړه شوه (الحمدلله)

یحیا عیاش څلورم عملیات د همدې کال د اکتوبر په نولسمه نيټه په تل ابیب ښار کې ترسره کړل .

په دې مبارکو عملیاتو کې صالح نزام تقبله الله بارودي واسکټ واغوښت ، او د ديزنګوف په لویه لاره باندې يې په یوه بس کې ځان ته چاؤدنه ورکړه ، په دې برید کې ۲۲ تنه اسرائیلي فوځیان قتل او څلوېښت تنه نور ټپيان شول .

بس ددې عملياتو وروسته په اسرائيلو اور بل شو ، ټول اسرائيل سرکونو ته راووتل او مظاهرې يې پیل کړې .

دا مهال د اسرائیلو وزير اعظم اسحاق رابن چې برطانيې ته په دوره تللی وو ، خپله دوره يې پرېښوده او عاجل بېرته اسرائيلو ته راستون شو .

اسرائیلي فوځيانو د یحیا عیاش ټاټوبی (رافات ښار) په بشپړ ډول محاصره کړ او د حماس ګوند نیول شویو مجاهدينو ته يې سخت تعذيبونه ورکړل ، ترڅو دوي ته د یحیا عیاش د اوسیدلو ځائ ور مالوم شي ، مګر په دې وحشي کړنه کې هم ناکام او مخ توري شول .

د یحیا عیاش بل هدف د اسرائیلو د هوايي دفاع یو بس وو ، چې د همدې کال د ډیسمبر مياشتې په پنځلسمه نېټه د قسام ګوند مخفي مجاهد ‏( اسامه راضي تقبله الله ) په بیت المقدس کې د اسرائیلو دهوايي دفاع په یوه بس کې خپل ځانه ته چاؤدنه ورکړه ، چه له امله يې ۱۳ تنه یهوديان ټپیان شول .

له همدې وروسته ورپسې د نوي کال (۱۹۹۵) په اوله میاشت ۲۲ مه نېټه کې د ۲و فدایانو په مټ بیت ليد ښار کې د اسرایلي فوځيانو د بسونو تم ځائ کې کامیاب برید ترسره کړ ، په دې برید کې ۲۳ تنه فوځیان قتل او ۴۰ تنه نور ټپیان شول .

همدا راز د همدې کال د جولايي په ۲۴مه نېټه تل ابیب ښار ته نږدې رامات غان سیمه کې د یوه فلسطیني مجاهد په مټ استشهادي برید ترسره کړ ، چې له امله يې ۶ تنه یهودي فوځیان قتل او ۳۳ تنه نور ټپیان شول .

له همدې وروسته د اګست په ۲۱مه نېټه د غصب شوي بیت المقدس په یهودي کالونۍ کې یوه استشهادي مجاهد د واسکټ بم په توسط مرګونی برید ترسره کړ ، په دې برید کې ۵ تنه یهودیان قتل او لسګونه نور ټپیان شول ..

د یحیا عیاش دې تکتيکي عملېاتو په اسرائیلي فوځیانو ، پولیسو او نورو دولتي مامورینو باندې خوبونه حرام کړل ، د همدې کبله یهودیانو یحیا ته د (مرګ انجینر) لقب ورکړ .

اوس د ټولو اسرائیلي ادارو هدف ېواځې یحیا عیاش وګرځېد ، ټول په دې هڅه کې وو چه څرنګه دده ځائ مالوم کړي او دی ژوندی ونیسي یا يې قتل کړي ..

بلأخره اسرائیلي استخباراتو د ټیلي فون له لارې دده ځائ مالوم کړ ، کوم چې په هیت لاهیا سیمه کې هغه ټیلیفون ده له یوه نږدې ملګري سره ساتلی وو ، یحیا به همدې ځائ ته راته او له دې ځايه به يې له خپل والدینو سره د ټیلیفون له لارې خبرې کولې .

یهودي استخباراتو په همدې ټیلیفون کې يوه بېټرې نصب کړه ، او بیرته يې ټیلیفون هم هلته پريښود ، او دوي ترېنه لاړل .

بل وخت چې یحیا راغی نو دی له دې کیسې خبر نه وو ، خپل پلار سره يې اړیکه ونیوله ، په همدې کې اسرائیلي الوتکې راپورته شوې او همدا د ټیلیفون ځائ يې بمبار کړ ، په همدې بمبارۍ کې نوموړی اتل په شهادت ورسېد او د تل لپاره يې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې ..

روح يې ښاد او یاد دې تل وي

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Sidiqullah
میلمه
Sidiqullah

نو داچی هغه ستر مجاهد یی د تلفن له لاری شهید کر
ستره د عبرت کیسه ده نورو او اوسنیو مجاهدینو ته باید متوجه اوسی

اجمل
میلمه
اجمل

الله ج دی ورله شهادت قبول کړی ، په رښتیا هم چه الله ج هر جاته ځانګړتیاوی ورکړی هغه ټول خلک نه شی لرلی لکه د ده جهادی کارنامی چه یادی شوی د ویاړونو او ستاینو وړ دی الله ج دی ورله د ټولو قربانیو اجرونه ورکړی او د هغو برکت دی الله ج په نورو مجاهدینو کیږدی . مګر ماته یی دنوم سره پوښتنه پیدا شوه ، عیاش خو عربی کلیمه ده ، او مونږ یی حتی دکنځلو یا بد اخلاقه کس ته کاروو چه فلانی ډیر عیاش دی یا وایو چه امریکایان او اروبایان عیاشی رواچوی ، عیاشی… نور لوستل »