د نن سرلیکنه

او بالآخره ټاکنې ترسره شوې -سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: نن په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره ټاکنې ترسره شوې.ړد ټاکنو فضاء په مجموع کې د طالبانو دګوا ښونو او نا امنیو تر سیوري لاندې وه .

د کابل په شمول په پروان، بامیانو،کندوز، غزني، لوګر، هلمند ،زابل ،نیمروز اومیدان وردګ کې له ټاکنیزو مرکزونوسره نیږدې بریدونه او چاودنې هم شوې خو مرګ ژوبله یې نه لرله .

په پلازمینه کابل کې د شدیدو امنیتي تر تیباتو له وجې په ټول ښارکې ترافیک بند او خلګ له ستونزوسره مخ ول.

که څه هم چې دولتي ارګانونه او د هغوی پلوي رسنۍ په ټاکنوکې د خلګو د زیات مشارکت خبره کوي خو په کابل کې د الجزیره تلويزوني چینل د شبکة المراسلون څانګې چې تقریبا دافغانستان په ټولو لویوښارونوکې ټاکنېز بهیرتر خپرنیز پوښښ لاندې نیولی وايي چې د ولایتونو له مرکزونو پرته په کلیوالوسیموکې ټاکنیز بهیر یاخو بلکل متوقف او يا ډیر کمزوری وه.

سره له دې چې افغانانو په ډیروسختو امنیتي شرائطوکې په ټاکنوکې برخه واخیسته خو بیاهم د هغوی ډیری د ټاکنیزې پروسې په جدیت شکمن ،او پر دې باور نه لري چې د هیواد راتلونکی ولسمشر به یواځې د دوی په رأیه سره ټاکل کیږي.

داخبره تیره ورځ د ولسي جرګې یوه مخکښ غړي او د پلان وزارت پخواني وزیر ډاکټر رمضان بشر دوست په خپل ویډیویي پیغام کې هم وکړه ، نوموړی د ټاکنو د پایلو په اړه وویل :

اصلي خبره دا ده چې، څوک امريکا غواړي نو د سيمې او نړۍ د هيوادونو د مشورې پر اساس به يې د ولسمشرۍ چوکۍ ته رسوي، اګر که يوه رايه هم ونلري. که يو څوک د امريکا، ايران، سعودي، پاکستان او د سيمې د نورو هيوادونوخوښ نه وي، که د ټول افغانستان رايې هم ولرې، د ارګ دروازې له مخې به هم تېر نشي :نوموړی واييڅومره چې زه پوهيږم د افغانستان دخلکو ر ايه وکول يوازې يو ميرزا قلمي ده چې اول او اخر يې دواړه مفته ده.

سره له دې چې عام افغانان او سیاسي شنونکي په دې خبره اتفاق نظر لري چې دغه ټاکنې په هیڅ صورت په افغانستان کې د جګړې په متوقف کولو کې رول نه لري ، خو که د دغو غیر مؤثرو ټاکنو په پایلوکې لاس وهنه وشي ښایې چې ډیرې خطرناکې پایلې ولري او د روانې پوځې جګړې ترڅنګ دیوې بلې رقابتي جګړې لامل هم شي چې د ټاکنو پلویان به په خپلو منځونوکې د تنظیمي، سمتي ، او قومي تمایلاتو پراساس یو دبل په مقابل کې جبهه ګیري اړباسي.

داچې له یوې خوا پر ټاکنو د څارلپاره بهرني ناظرین په کافي اندازه شتون نه لري او له بلې خوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نورې پرمختللې نړۍ په څیر د رأیې شمیرلو داسې پرمختللي امکانات نه لري چې په تاکنیز سیسټم کې د درغلیو مخنیوی پري وکړای شي ، دا دواړه وجوهات هغه څه دې چې خامخابه د نورو ستونزو ترڅنګ د ټاکنو په نتائجوکې د مداخلې احتمالات زیاتوي او د افغانانو ترمنځ به دوحدت او نژدیوالي پرځای د بیلوالي او اختلاف زمینه مساعده وي.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x