فټبال: ایټالیا د کال ۲۰۱۸ نړیوال جام څخه بهر شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۳مه ۱۳۹۶ل): د ایټالیا فټبال لوبډله د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام څخه چې په روسیه کې کیدونکی دی بهر شوه.

د نړیوال جام غوراوي سیالۍ دا مهال په اروپا کې روانې دي.

د دوشنبې په ورځ د سویډن او ایټالیا تر منځ لوبه کې سویډن او ایټالیا په صفر ګول سره مساوي شوه، چې له امله یې ایټالیا له نړیوال جام څخه بهر شوه.

سویډن ددې تر مخه د ایټالیا څخه لومړی لوبه ګټلې وه.

ایټالیا د فټبال لومړۍ نړیواله لوبه د فرانس په وړاندې په ۱۹۱۰ میلادي کې او په لومړي ځل په نړیوال جام کې یې د یوروګوای پر وړاندې په ۱۹۳۰ کال کې لوبه کړې وه.

دا دوهم ځل دی چې ایټالیا له نړیوال جام څخه پاتې کیږي. تر دې وړاندې په ۱۹۵۸ کال کې هم له نړیوال جام څخه پاتې شوې وه.

ایټالیا څلور ځله نړیوال جام ګټلی دی. لومړی ځل یې په ۱۹۳۴ بیا ۱۹۳۸، ۱۹۸۲ او په وروستي ځل یې د ۲۰۰۶ نړیوال جام ګټلی و.

د یادونې وړ ده چې د فټبال نړیوال جام به راروان کال ۲۰۱۸ کې په روسیه کې تر سره شي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د