افغانستان

ناټو د اوږدې چوپتیا وروسته د څلورو امریکایانو ټپي کېدل ومنل

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم ۱۳۹۶): په هغه چاودنه کې چې تېره دوشنبه په کندهار ښار کې پر بهرنیو ځواکونو وشوه، له امله یې د ناټو په وینا ۴ تنه امریکايي عسکر ټپيان شوي دي.

ددې تر مخه ناټو د پيښې په اړه ویلي وه چې د چاودنې خبر ورته رسیدلی او دوی یې پلټنې پیل کړي دي، خو د کندهار یوه جګپوړي چارواکي رسنیو ته ویلي وه چې چاودنه د روماني عسکرو پر کاروان شوې چې له امله یې پنځه تنه روماني عسکر ټپيان شوي دي.

په کابل کې د ناټو د بشپړ ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د کندهار په وخت دوه بجې ماپښين ددوی پر ځواکونو موټر بم برید وشو چې له امله یې څلور تنه امریکايي عسکر ټپيان شول. د خبرپاڼې سره سم ټپي شوي عسکر تر تداوي لاندي دي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

د کندهار د والي ویاند قدرت الله خوشبخت ویلي وه چې پېښه په ډنډ ولسوالۍ کې را منځته شوې.

د طالبانو ویاند قاري یوسف چې د پيښې سمدستي وروسته یې مسؤولیت په غاړه واخیست او رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې یې وویل چې ددوی یوه تن سرتیري بریدګر د بهرنیانو پر پوځي کاروان د موټربم په واسطه چاودنه وکړه چې له امله یې دوه ټانګونه ویجاړ او ۱۴ بهرني عسکر وژل شوي دي.

باید وویل شي چې که څه هم د هیواد په مختلفو برخو کې بمبارۍ زیاتي شوې او د ټرمپ نوې پالیسي له مخې په افغانستان کې د اضافي عسکرو خبرونه هم ورکول شوي خو اوس هم په کندهار، هلمند، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې د طالبانو له لوري خونړي بریدونه کیږي او هره ورځ په لسګونو دولتي عسکر وژل کیږي.

بلخوا د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په وینا د طالبانو بریدونه که زیات شوي دي نو تلفات یې هم ورسره زیات شوي دي چې طالبان تل انکار ځیني کوي او خپل تلفات تر دولتي تلفاتو کم ښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x