نړۍ

حوثیانو پر سعودي ۷۹ بالیستي میزایل ویشتلي / انځور

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم ۱۳۹۶): سعودي رسنۍ وايي چې د جګړې له پیله څخه تر اوسه د یمن پر پلازمینه واکمنو حوثي ملیشو پر سعودي ۷۹ بالیستي میزایل را ویشتلي دي چې له امله یې د یادونې وړ زیان نه دی اوښتی.

قریب لس ورځې وروسته د یمن څخه حوثیان وتوانېدل چې شاوخوا زر کیلومیتره لیري د ریاض هوايي ډګر په نښه کړي خو د سعودي دفاعي سیسټم وتوانېد چې میزایل پر وخت په هوا کې په نښه او خنثی کړي.

سعودي پر ایران تور پوري کوي چې په یمن کې د حوثي ملیشو عسکري ملاتړ کوي او هغوی ته د بالیستي میزایلو امکانات په اختیار کي ورکوي خو ایران دغه تورونه ردوي او وايي سعودي هیڅ شواهد نه لري.

په تېرو ورځو کې د سعودي ولیعهد او بهرنیو چارو وزیر د حوثي ملیشو له لوري توغول شوی میزایل د ایران له لوري پر سعودي د جګړې اعلان وباله او وې ویل چې دوی به په مناسب وخت کې ایران ته مناسب ځواب ورکړي.

سعودي رسنۍ وايي چې د ایران په ملاتړ حوثي شیعه ملیشو پر سعودي ټول ۷۹ میزایل توغولي دي چې د هغو څخه یې یو ریاض، ۳ مکه مکرمه، ۱۴ جازان ولایت، ۹ نجران او ۵۶ نور میزایل د سعودي پر نورو مختلفو سیمو توغول شوي دي.

انځور:

د یادونې وړ ده چې سعودي د امریکا لخوا جوړ شوی د هوايي دفاع پرمختللی سیسټم «پاټریوټ» لري چې کولای شي چې په هوا کې میزایل په نښه او له منځه یوسي.

پر ریاض توغول شوی میزایل هم په همدې سیسټم له منځه یووړل شو کنه د کتونکو په باور د ریاض په هوايي ډګر کې به یې لویه مرګ ژوبله او ګډوډي را منځته کړې وای.

باید وویل شي چې په یمن کې د حوثي ملیشو او پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح پوځي قومندانانو ادعا کړې وه چې دغه میزایل دوی خپله جوړوي او په راتلونکې کې به د سعودي تر څنګ متحده عرب امارات هم په نښه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx