افغانستان

کندوز: په خان اباد کې اته اربکیان مړه او درې نور ورک دي

د کندوزپه خان اباد ولسوالۍ کې نن غرمه د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې اته اربکیان مړه او یو سخت ژوبل شو.د کندوز د خان اباد ولسوال حیات الله امیري رسنیو ته ويلي چې دا پیښه هغه وخت وشوه چې د اربکیانو موټر په یوه ماین وربرابر شو او د چاودنې له امله د اوبو یوه کانال ته ولوید. د نوموړي په خبره درې نور اربکیان  تری تم دي خو پلټنه يې روانه ده.

له بلې  خوا په بله چاودنه کې د یادې ولسوالي د امنیې قومندانۍ جنایي امر ووژل شو.په یاده پیښه کې چې په اقتاش سیمه کې وشوه درې پولیس او د څارنوالی یو کارکونکی هم ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نننیو ټاکنو په بېلابېلو مرکزونو د طالبانو له خوا سلګونه بریدونه شوي دی، چې رسنیو پرې د (نی) او د ټاکنو دکمیسیون په غوښتنه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x