شعـــــرونه

حمد/ عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني

فلک ستوري سپوږمۍ او هم دې لمر وايي ثنا
خالقه ټول مخلوق د بحـــــرُ بــــر وايي ثنا

ملک دی إنس که جِن دی وایي الله اکبــــــر
سحــــــــــر دې ثنا وايي مازدیګر وايي ثنا

ساقي به په محشر وي محمد رســـــولُ الله
اُمت به يې پر غاړه د کوثــــــــــر وايي ثنا

په ذکـــر دې مشغول دي نباتات که جمادات
نرګس، ګلاب، غاټول او صنـــوبر وايي ثنا

بادشاه دی که ګدا دی واړه تاته کړي سجدې
معبد، مسجد، محراب هــم دې منبر وايي ثنا

که پير دی که مريد دی که عالم دی که طالب
که ووړ دی او که زوړ دی مکــــرر وايي ثنا

ساحل دی که درياب دی که هواره ده که غر
ګودر باندې چنار غــــره کې نښتر وايي ثنا

جهاد کړي ستا لپاره ته لـه ټولو شې راضي
په  جهر د غازيانو لـــــــوی لښکر وايي ثنا

په ذکر جـــــــاري ساته خپله ژبـه (عرفاني)
سهار ماښام پــــه مينه ټول بـشر وايي ثنا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x