ننګرهار: چپرهار دټاکنو۲۳ مرکزونو څخه يوازې ۶ پرانستي وو
نن ټکی اسيا: له ننګرهار ولايت څخه راسيدلي خبرونه وايي چې، د دغه ولايت چپرهار ولسوالۍ کې د ټاکنو ۲۳ مرکزونو څخه يوازې شپږ يې پرانستل شوي وو. د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ کې د ټاکنو ۱۷ مرکزونه بند پاتې وو.
د ننګرهار د ټاکنو د کميسون مشر ډاکتر اجمل ويلي چې، دوی غوښتل د چپرهار ولسوالۍ لپاره ۲۳ مرکزونه ولري خو، دوی يوازې د شپږو مرکزونو په پرانستلو توانيدلي دي او ۱۷ نور يې بيخي بند وو.
پژواک خبري اژانس د چپرهار د يو قومي مشر ملک اسد له قوله وايي چې، دغې ولسوالۍ کې يوازې يو مرکز پرانستی و او ۲۲ ټول مرکزونه بند وو.
د يادونې وړ ده چې، ننګرهار ولايت چپرهار، خوږياڼو، حصارک، رودات، ده بالا، اچين او يو شمېر نورو ولسواليو په ګډون جلال اباد ښار کې د درنو چاودنو او وسلوالو بريدونو خبرونه تر لاسه شوي دي.