شعـــــرونه

پښتون/ احمد بريالی

احمد بريالی
راسمه پرپښتون باندي ناسمه اوازه
ته ومنه په سمه بې قسمه اوازه

پرپلونودنیکونوچی قدم اخلی له ننګه
اغیاریې کجه یوسی له قدمه اوازه

راسخه عقیده یې وتجریدلره احتیاج کړي
ظالم ورپسی کش کړي له قلمه اوازه

رواج دقام قبیل یې ترهرڅه پرمعتبر وي
دستور یې دشملې وړي ترعالمه اوازه

پړونی دعزت یې دعفت روښانه بېلګه
هر ول دلنګوټې یې محترمه اوازه

چی تخم دنفاق یې دقاموپه منځکي تیت کړ
دا هر څه په دېرو کي مسلمه اوازه

ناسمه پوهاوی یې په زلمیوکی رایج کړ
پرخپل ټبر را اخلی له تورتمه اوازه

احساس دبریالي له دغه انده ازار اخلي
چی خپل راپسی ګډه کړه بې غمه اوازه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x