روغتیا

خواږه امرود څنګه وپېژنو؟

نن ټکی اسیا (چهار شنبه ۲۴م لړم ۱۳۹۶ل) د مېوو پېژندل هم ځانته مهارت غواړي، بیا امرود پېژندلو لپاره باید له ډيرو تجربو تېر شې او وروسته له هغه هم امکان شته چې په خوږه او پیکه امرودو تر منځ تفکیک ونه شې کړای.
امرود د روغتیا له نګاه نه هم ډیر شمیر ګټې لري چې یو یې هاضمه راوستل دي، هماضمه انسان له ډیرو ناروغیو څخه ژغوري.
نن ټکی اسیا د خوږو امردو یو څو ګوتې په شمار ځانګړتیاوې درښيي او تمه لري چې د امرودو اخېستلو پر مهال مو د ښه امرودو په پېژندلو کې په کار راشي:
رنګ یې وګورئ
لومړی د امرود رنک وګورئ، که یې رنګ له تېز زرغون څخه کمزوري زیړ ته اوښتی وي نو معنا یې داده چې امرد پوخ شوی دی. تاسو یې یو ځل و ازمویئ، خوند به یې له نورو هغو ډیر ښه وي.
که داسې امرود په بازار کې نه موندل کېدل نو بیا شین او له رنګه لږ خام امرود واخلئ ځکه هغه ژر پخیږي.
بوي یې کړئ
د ښو امرودو د معلومولو لپاره دوهمه لاره د بوي کولو ده. ښه امرود له لرې خوږ بوي لري. که امرودو بوي خوږ و، پوه شئ چې پوخ دی او خوندور دی.
زور یې کړئ
امرود چې څومره نرم وي هومره خوږ او خوندور وي. دا خبره باید په یاد ولرئ چې ډیر زیات نرم امرود خوندور وي خو په دې باندې د داغ لګېدو امکان هم زیات وي. نو د امرود اخېستلو نه وړاندې يې لومړی وګورئ چې داغ پرې نه وي بیا یې زور کړئ، نو مطلب دا چې تر مناسب حده پوخ شوی دی او خوږ دی.
داغي امرود مه اخلئ
که امرد داغي و نو مطلب دا چې یا خو خراب دی او یا هم بې خوند او چینجن دی.
وروستۍ خبره دا ده چې پاخه امرود تر دوه ورځو پورې په یخچال کې ساتلی شئ خو سخت او لږ خام امرود چې د پخېدو په درشل کې وي بیا کولای شئ چې په کوټه کې په یوه کاغذي خلته کې کېږدئ او تر پخیدو یې وساتئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x