روغتیا

ژاولې ژوول مو د غوږ درد کموي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ۲۴م لړم ۱۳۹۶ل) د خولې بد بویي ختمولو او ساه تازه کولو لپاره ډیری خلک د ژاولې استعمال کوي، که چیرې ژاولې مصنوعي او یا هم اضافي خواږه ولري بیا د غاښونو لپاره زیانمن ثابتیږی، خو ایا تاسې خبر یئ چې ژاولې ژوول مو د غوږونو په درد کمولو کې درسره مرسته کوي؟
که ځواب مو نه وي نو راځئ چې له دغه ګټې مو خبر کړو.
عموما په غوږ کې د اوبو تللو سره د غوږ درد راپیدا کیږي چې دا بیا پرته له علاج کولو نه ښه کیږي، خو ډیر وخت د غوږ درد د سفر پر وخت له تیزې هوا څخه راپیدا کیږي، کله چې د انسان غوږ د تیزې هوا سره مخامخ شي پر غوږ د هوا بوج زیاتیږي او درد پیدا کوي.
په داسې حالت کې د غوږ درد ارامولو لپاره ژاولې ژوول ګټور دي، ځکه په ژاولې ژوولو کې د خولې او ژامو په زوره خورولو سره له غوږ نه هوا راوځي او انسان ورسره د درد کمولو احساس کوي.
باید په پام کې ونیول شي چې ژاولې ژوول روغتیا ته زیانمن هم ثابتیدلای شي.
د هالینډ په ګورنینګن پوهنتون کې یوې څیړنې ثابته کړې چې په ژاولو کې د مصنوعي خوږو او یا بورې استعمال د غاښونو د خرابولو او په خوله کې د نورو مکروبونو راپیدا کولو لامل ګرځيدلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x