نظــر

کاشکې د (نی) پریکړه دائمي شي

پر افغانستان د امریکايي یرغل له پیل سره سم په مطبوعاتي ډګر کې لوی اوښتون رامینځته شو، مطبوعاتي ټولنې جوړیدل د ورځو او شپو کار شو، داسې څیرې چې پخوانۍ سابقه ئې هیچا ته معلومه نه وه او نه چا پیژندل، د ژورنالیستانو او کارپوهانو په نامه مطرح شول، دغو مطبوعاتو او خبریالانو په ځلونو ملت ته امتحان ورکړ او په کې ناکام شول، لکه څرنګه چې د اشغالي لسیزې ترجمانانو د ترجمانۍ دنده بدنامه کړه دغو خبریالانو د ژورنالیزم سپیڅلې دنده بدنامه کړه. نن خبریال ته د ملت د ویاند په سترګه نه کتل کیږي، نن د خبریال او د بهرنیانو د مدافع وکیل ترمینځ فرق نه دی پاتې، نن د خبریال لپاره ډیره مشکله ده چې خپل بې پري والی ثابت او خلکو ته قناعت وکړي.

د مثال په ډول دوه اونۍ وړاندې د سردار احمد په نامه یو کس چې ویل کیږي خبریال وه، د کابل په کانټننټل هوټل د برید پر مهال ووژل شو. د مطبوعاتو د ملاتړ ټولنې د پیښې پړه په طالبانو واچوله او په تعقیب ئې د طالبانو اړوند خبرونه تحریم کړل. دا چې سردار احمد چا ووژلو او څنګه ووژل شو، په دې موضوع کافي بحث شوی خو همداسې یوه بله پیښه کټ مټ د ۲۰۱۱ کال په جولای کې هم رامینځته شوې وه. طالبانو په ارزګان کې یو لړ دولتي تاسیسات تر برید لاندې ونیول، په دې بریدونو کې د بي بي سي خبریال احمد امید خپلواک هم ووژل شو.

رسنیو او مطبوعاتي ټولنو چې په سر کې ئې (نی) قرار درلود، له معمول سره سم د دولتي چارواکو په تقلید طالبان د پیښې مسئولین وبلل، بي بي سي خو لا د خپل اخلاص له مخې د احمد امید خپلواک لپاره ځانګړې پاڼه هم جوړه کړه، او د هرې خبرې په پیل او پای کې به ئې لیکل چې په تیرو څو کالو کې دومره شمیر خبریالان د وسلوالو لخوا وژل شوي، او د نوموړي د کونډې او یوې یتیمې لور یادونه به ئې په خورا عاطفي انداز کوله.

خو ډیر ژر د (نی) او بي بي سي په خولو کې هغه وخت د احمد امید خپلواک نوم وچ وشو، چې د نوموړي کورنۍ د شواهدو په وړاندې کولو سره ادعا وکړه چې احمد امید د امریکایانو په ډزو وژل شوی دی.

د احمد امید خپلواک کورنۍ وویل چې هغه مرمۍ کومې چې د نوموړي له جسد څخه را ایستل شوې وې یوازې په امریکايي ټوپک کې استعمالیږي او له امریکايي عسکرو پرته بل چا سره نه وي، په افغانستان کې د آیساف عمومي قومندان جنرال الن اړ شو چې د پیښې د تحقیق لپاره هیئت وټاکي، بالآخره هیئت له ۴۰ ورځو پلټنو وروسته ومنله چې احمد امید خپلواک د امریکايي عسکرو په ډزو وژل شوی.

د آیساف له تایید څخه وروسته په (ني) او بي بي سي کې په لګیدلي اور سړې اوبه تويې شوې، بیا نه چا د ژورنالستانو حقوق یاد کړل، نه ئې د خبریالانو د ژوند د تحفظ خبرې وکړې، نه چا د ځوانیمرګ احمد امید په مړینه وژړل، نه ئې د هغې له کونډې سره غمرازي ښکاره کړه، او نه ئې د احمد امید د یوې وړې درې میاشتنۍ یتیمې نوم په ژبه واخیست. بي بي سي به لا په هغې یوې دقیقې چوپتیا هم پښیمانه وه چې د احمد امید خپلواک په یاد ئې غوره کړې وه.

او همداسې په لسهاوو بلکې په سلهاوو نورې بیلګې هم شته. همدا علت دی چې ـ که ریښتیا ووایم ـ زه د ني په هغې پریکړې خوشحاله یم چې د دوو اونیو لپاره ئې د طالبانو اړوند خبرونه تحریم اعلان کړي وه، ارمان چې (نی) ئې د تطبیق موده وغځوي او د طالبانو خبرونه د تل لپاره تحریم کړي.

په تیره اشغالي لسیزه کې په ځلونو داسې پیښ شوي چې دغو رسنیو د طالبانو اړوند خبرونه په غرضي بڼه خپاره کړي او بیا طالبان دې ته اړ شوي چې خپاره شوي راپورونه رد او د ځان په اړه سپیناوی وکړي. د (نی) دغه پریکړه که نور هیڅ نه وي لږ تر لږه دومره خو به وکړي چې طالبان د یو څه مودې لپاره د ډالري رسنیو له شر څخه مستریح او د هغوی د زهرجنو تبلیغاتو له ضرر څخه په امان وي. که لنډه ئې ووایم که دا پریکړه طالبانو ته ګټه ونه کړي، تاواني خو بیخي نه ده. نو ځکه ارمان راځي چې کاشکې نی خپله پریکړه وغځوي او طالبان ئې له شر او شیطانته په امان وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x