نظــر

کرزی که اشرف غني؟؟

ابو یاسر افغان

جالبه ده چې په اوسني حالت کې دې د کابل د دوه سري رژیم خلاف څه وویل، نو د اشرف غني خیاطان به وایي چې تاسو بېرته کرزی غواړئ هغه کرزی چې داسې او داسې جنایتونه یې وکړل!!

لومړی خو باید ووایو چې موږ ته د کرزي او اشرف غني توپیر نشته، کرزی هم امریکایانو راووست او اشرف غني هم، دواړه بې واکه څېری دي، د دواړو ریموټ کنټرول د امریکایانو سره ؤ او دی، د دواړو دښمني د پنجاب او تهران سره فقط نمایشي ډایلاکونه وو، د پردې تر شا بیا هماغه زاړه یاران او زړې کیسې وې، نو په داسې یو حالت کې چې هېواد د نړیوالې جګړې د ډګر په بدلېدو دی، موږ د دوه سري رژیم له مشرانو غواړو چې نور دې د کفارو غلامي پریږدي او افغانستان دی د امریکا او روس، هند او چین، هند او پاکستان د سیالۍ او جګړې په ډګر نه بدلوي، دلته نو د کرزي د بیا راتلو د غوښتنې خبره له کومه شوه؟؟ دا خو هم د کرزي برکت ؤ چې په خپلو مکارو اوښکو یې دا ولس نږدې یوه نیمه لسیزه د جهالت په تیارو کې ډوب وساتۀ او په خپل مداریتوب یې خپله دوره تر پایه ورسوله آیا موږ به بیا د هغه غلام د راتلو هیله کوو؟! اوس اشرف غني وګوره هېواد یې د لویې تباهۍ کندې ته وربرابر کړی او خیاطان،غوړه مالان یې لګیا دي وایي نن دی که سبا دی دا وطن په جوړېدا دی!! دې ته وایي مرکب جهالت.

حقیقت تر ډېره نه پټیږي نور خو یې لا څه چې خپله د اشرف غني د پارلمان وکیلان لګیا دي په واز کومي وایي چې موږ غلامان یو، زموږ واک د امریکا سره دی، امریکا دلته د خپلو سیاسي، استخباراتي، اقتصادي او نظامي اهدافو د تر لاسه کولو لپاره راغلې ده او د اشرف غني دا ماشومانه ډایلاکونه چې کله وایي سر دې په ککرۍ کې درماتوم، کله وایي زما په زړه کې د زمري زړه دی، کله وایي لا یې سر په درد ده کله یو غر په بل ولي او کله بل په بل، د دې نه هم عاقل انسان پوهیږي چې دا سړی څومره د عقل، روغتیا او پوهې څخه لرې شوی دی مګر خیاطان یې وایي چې نه اشرف غني د چین د اقتصاد مؤسس، د جاپان د ټیکنالوژۍ بنسټګر، د نړیوال بانک تاریخي مشر او… پاتې شوی دی او موږ یې باید قدر وکړو!!

په داسې یو حالت کې لکه دا نن چې موږ په کې قرار لرو د سیالو ګاونډیو هېوادونو له سیالۍ څخه سالمه ګټه اخېستل په کار ؤ، مګر کیسه خو څه بل شان ښکاري، نوي امریکایي او ناټو عسکر را روان دي اشرف غني ورته هر کلې وایي، ورځ تر بلې د امریکایانو چاپې او هوایي بمباري زیاتیږي، او اشرف غني پرې مجرمانه خاموشي غوره کړی ده، د تکزاس په نصرانیانو او د تبریز ښار په وژل شویو شیعه ګانو خو د ویر او ماتم قصیدې وایي، مګر د کندوز ۶۴ او د تګاب ۶۰ تنه مظلوم شهیدان یې حتی په یاد هم نه دي ځکه چې هغوی مسلمانان او افغانان وو، دا لا څه ډول متفکر دی؟؟!!

کله وایي پاکستان مې منزوي کړ😁 د څه شي منزوي؟ تا خو نور هم ونازاوه، پر ډیورنډ لیکه دې سودا وکړه، که دې نه وي کړي ولې پرې غلې یې هغه دې دیوال پرې شروع دی، اقتصادي پالیسي دې دومره غښتلې ده چې پاکستان ته د ډبرو سکاره، د مرمرو تیږي، د نښترو او لمنځو لرګي، تازه میوې لکه مخکې خټکي او انګور، اوس انار او مڼې، قیمتي سبزیجات لکه رومي بانجان او پیاز په نیمه بیه ور لېږې، له هغې خوا پرې چپس پاپړ، امچورې، دویم نمبر دواګانې، د مالونو خوسا غوښې، د شیدو په نوم له مرضونو ډک ملک پیک او یا بېرته هماغه د خپل هېواد صادر شوي تولیدات په څلور چنده بیه اخلې او هېواد ته یې را واردوی همدې ته وایي اقتصادي بیا رغاونه، بل دا چې اوبه دې ټولې ایران او پاکستان ته روانې دي، په داخل د هېواد کې دی کومه مهمه فابریکه، مجهز روغتون او نظم نشته، شرم نه درته دریږي چې په دومره ډېرو اوبو کې لا هم د تاجکستان نه برق په بیه اخلې، که دې همدغه پیسې دلته د برق په تولید مصرف کړی وای اوس به لږ تر لږه کابل د خپل برق در لودونکی ؤ، خو چاته یې واېې نو، د حکومت ادارې دی تر ستوني په فساد کې ډوبي دي، یو څو کیلومتره سرکونه مو بادارانو درته جوړ کړي وو، هغوی هم بېرته خېټې وکړې، اخر به څه کېږي، ولس د بیکارۍ، ګرانۍ او فقر له لاسه د قحط سره مخ دی دا حالت به تر څو داسې دوام لري؟؟

د دې پر ځای چې د روانې جګړې عوامل وڅېړل شي او د مخنیوي فکر یې وشي، د ګډ رژیم مشران امریکا او ناټو ته په سوال او زارۍ سره وایي چې نور عسکر هم را ولېږه، هره ورځ له شلو زیات عسکر او پولیس وژل کېږی او همدومره نور معیوبیږي، اوس دې د اشرف غني خیاطان ووایي چې د دې مفسد رژیم ګټه نو دې ولس ته څه ده؟؟؟ که یو افغان د خپلې خاورې او ملت د خواخوږۍ په خاطر له اشرف غني او عبدالله عبدالله څخه غواړي چې نور دې دا د کفر غلامي پریږدي او یا دې ولس ته سپینه ووایي چې موږ بې وسه یو، تاسو خپل غم په خپله وکړئ، دلته د کرزي د راتګ غوښتنه له کومه شوه؟؟ او بیا په داسې حال کې چې پرون تاسو د هماغه کرزي مریدان او غوړه مالان وئ دا نن چې بد پسې وایاست، پرون مو د نجات پریښته بالۀ، نو که با احساسه او خپلواک افغانان د اشرف غني خلاف غږ پورته کوي، همدوی پرون د کرزي خلاف هم غږ پورته کړی ؤ او هماغه پخوانۍ غوښتنه کوي چې ولس باید د امریکایانو خلاف را پورته شي کنه نو تر څو چې اشغال پای ته نه وي رسیدلی دا بدبختۍ به ورځ تر بلې زیاتیږي، دا نو نه د کرزي د راتګ غوښتنه ده او نه هم کرزی کوم مهم څوک دی، بلکې دلته خو به د اشغال تر چتر لاندې یواځې هغه څوک واک ته رسیږي چې د اشغالګرو غلام وي.

په اخر کې دومره ووایم چې افغان غیرتي ولس به تر ډېره دا حالت و نه زغمي، یا اوس او یا لږ وخت وروسته، خو دا ولس به را ويښیږي او لکه پرون یې چې سور ښکېلاک دړي وړي کړ او کمونیستان یې په خپله سزا ورسول، همداسې به امریکا ته تاریخي ماتې ورکوي او غلامان به یې د حساب میز ته را کشوي، خو بدبختي ده هغو لره چې لا هم د صلیبي اشغال او د صلیب د لاسپوڅو او ګوډاګیانو څخه دفاع کوي، دغه اسلام ضد او هېواد ضد جنایت به د دوی د هلاکت او بربادۍ سبب جوړیږي.

ان شاءالله

د ګران هېواد د آزادۍ او د یو غښتلي اسلامي نظام د راتګ په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

زما له نظره د نړۍ او افغانستان په معاصر تاریخ کې کرزی د غلامۍ په ټولو معیارونو برابر یو بې نظیره موډېل دی.

اشرف غني بیا د ذلت او بلواکۍ عملي نمونه ده چې د غلام له متعددو صفتونو څخه یو صفت دی.

په بل عبارت اشرف غني د کرزي له صفاتو څخه ایله یو صفت خپل کړی دی.

ډبل عبدالله او پاتې لاسپوڅي هر یو د کرزي له متعددو غلامانه صفاتو څخه یو یو لري.

نا پيژاند

جزاك الله كورودان

عبدالمالک همت

اوښ ته يې وويل: لوړ ښه دی که ځوړ. وې ويل: يو دي لا په مخه نه درځي !

khushal

غوربندی صاحب ، سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی تاسی نام خدا، داسی پخی جملی یا فارمولونه لیکلی، چه مونږ هر څه ولیکو ستاسی پخو جملو ځای به ونه نیسی . په رشتیا هم د کرزی په انتخاب کی اشغلګر ډیر هوښیار او یا خوشبخته وو ، که کرزی نه وی دوی به ډیر زر د لویو ماتو او رسوایو سره مخ شوی وی یعنی د کابل اداره به خپلو کی سره غوښه او چاړه جوړه شوی وی چه هسته شتون ونه لری اشغالګرو به له اسلامی مقاومت سره له کومی هستی او اکمالاتو جنګ کولی . ع او غ… نور لوستل »

mha

One time I heard former late King Zaher Shah said, if the government doesn’t receive foreign help we will not be able to afford the government workers salaries. We shall know what the GNP(gross national product) is. My purpose is, if the US and other doner countries do not help financially , i don’t think the country can run.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x