شعـــــرونه

غزل/ دوست عارف

دوست عارف

زه خپله ورکه، خپله شاړه زندګي ګورمه
د سمندر په غاړه ـ غاړه زندګي ګورمه

نه خوب دې سر وخوري، فرصت له لاسه نه ورکوم
ځه ته اوده شه، زه ولاړه زندګي ګورمه

دا دی تر Jولو بهترین کاغذ مې لاس ته راغی
ګورم یې عکس کې یو دواړه، زندګي ګورمه

مرګ ته یې وسپارلم، ورا یې په ښکاره ګورمه
هغه ده وخوځېده،،، لاړه،،، زندګي ګورمه

دا د سپرغۍ په نامه ټولګه د شعرونو نه ده
په دې کې سوې او ويجاړه زندګي ګورمه

عارفه زړه وایي راجوړه یې کړه، رحم وکړه
اوس راته نه وایي چې ژاړه، زندګي ګورمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x