ادبي لیکني

د پلار دښمن (لڼده کیسه)

لیکوال: قاري عبدالرشید عالمي

فاطمي قدمونه ګړندې کړل، د پلار له کاوړه ډک غږ ېې واورید:

د خوړ غاړي زمکه دې خرڅه کړه، په کلي کې، دا یوه ټوټه زمکه لرو، د پلورلو اجازه ېې نه در کوم، پوه شوې

د بشیر له خولي لاړي باد شوې او په لوړ غږ يي وویل:

اجازي ته هیڅ اړتیا نه لرم، په زور يي خرڅووم، که مخ ته مې ودریدي، دا کور ویني…. دا به هم خرڅ کړم.

سپینږيري یوې اوږدي چیغي سره، په بشیر ور ټوپ کړل، له ستوني يي ونیو، چيغي ېې کړې:

بدمرغه، پوډري، له کوره مې ووځه، زه ستا د پوډرو لپاره زمکه نه شم خرڅولي، ووځه، ووځه….. ناڅا په خړس شو…

فاطمي په خوله لاس کیښود، په رډو سترګو ېې د پلار پر مخ د بشیر د لاس خاپ ته کتل. سپینږیری شابیرته ( شاته ولاړ) لاړ، د توت ونې ته يي ملا ولګوله، وښوید او ډډ ته يي کیناست، سترګې ېې ډکې شوې او په سپینه ږیره يي د اوښکو غټ غټ څاڅکي ورغړیدل.

بشیر بد بد خور ته وکتل او د څه ویلو پرته له کوره ووت.

فاطمه د سترګو په رپ کې د پلار څنګه ته ورغله، د پړونې په پیڅکه يي اوښکې ور پاکې کړې، دواړه تر ډیره د وني ډډ ته ناست ول، لور يي خپل سر د پلا پر ورانه ایښي وو، پلار يي چاودي ګوتي د فاطمي په طلايي ویښتانو کې تیرول.

سپینږيري سترګې پټې کړې، د تیرې صحني کوتره ېې د ذهن جالې ته ننوته، د بشیر تپڼ لاس ېې سترګو ته نږدی شو، پلار يي د دفاع لپاره لاس پورته کاوه، چې زوره څپیړه يي پر مخ ولګیده، چیغه یې کړه:

– نا…..

– دلاس ګوتې ېې په هوا کې راټولي شوې، زړه ېې غوښتل په زوره زوره چیغي ووهي، خو غیرت ېې اجازه نه ورکوله، اواز به يي په ستونې کې خپ شو، د ګردو تنګو سترګو ېې رڼو اوښکو منډه کړه، په ژړغوني غږ ېې وویل:

– فاطمی! لوري!؟

– کاشکې د بشیر پرځاي مې یوه بله لور واي، د دي په راتږ سره مې ښه ورځ نه ده لیدلي، د زیږیدو په څلورمه ورځ يي مور مړه شوه، زه يي په زیږیدو دومره خوشاله وم، چې د مور غم يي راته هیڅ نه وو، لنډه دا چې خپل هرڅه مې د ده لپاره قربان کړل او نن ورځ يي….

– نوره خبره يي په خوله کې وچه شوه او په کړیکو کړیکو ېې وژړل.

ښایسته شیبه تیره شوه، فاطمي چاي راوړ، پیاله ډکه شوه، لور ېې په خوند خوند د پلار مخ ته کتل، سپینږیرې پیاله پورته کړه او په ډکه خوله ېې وویل:

فاطمي! یوه ورځ، تاهم ډیر وژړولم،

د فاطمې سترګې ښکته شوې، په رګونو کې ېې وینه ودریده، زړه ېې په درزا شو، پلار ېې نیمه پیاله په زمکه کیښوده او په خوند ېې وویل:

کله چې زما پنځه لوڼه یو بل پسي (پرله پسي) نړۍ ته راغلي، د هر ځل په څیر په شپږم وار هم په دې تمه وم، چې دا ځل به هلک وې، خو د الله خوښه بل ډول وه، په شپږم ځل ته وزیږيدې، ډير خواشیني وم، په ورځو ورځو مې ستا د مور سره خبري نه کولي.

کلیوالو به ویل:

په دومره لوڼو څه کوي؟ د بل د کور دې، بیځایه پري زحمت مه باسه.

زه هم د خلکو خبرو واخیستم، زیاتره به له کوره بهر وم، ستا په ګډون مې ستا په خویندو سترګې بدي لګیدې،

د فاطمي د زړه درزا زیاده شوه، سپینږیرې چاکلیټ پورته کړ، ژامې ېې وکړپولې او په خوږه خوله ېې وویل:

د یو څه مسافرۍ وروسته کور ته راغلم، هغه مهال ایله یوه کلنه وې، ستا مخ ته مې یو قلم، د پیسو نوټ، او یوه د لوبو نانځکه کیښوده فکر مې کاوه، چې د عقل لپاره به قلم پورته کړي، د دنیا په مینه به د پیسو نوټ اوچت کړي او د ځان د خوشالئ لپاره به نانځکه پورته کړي، زه د کوټي يوی غاړي ته غونج شوم او په ځیر ځیر مې تاته کتل:

خو، تا!.. تر ډیره دي توکو (شیانو) ته وکتل…

بلاخره په خاپوړو شوي شیان دې د پښو لاندي شول، خاپوړې دې نورې هم ګړندۍ کړې، او لنډه زما په غیږ کې کیناستي، په هغه ورځ مې ډیر وژړل…….

پائ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x