نظــر

د انتخاباتو ورځ څنګه تېره شوه ؟

بیګا دروند باران وریدلی وو ، سهار داسې مهال چې وریځې غوریدلې او په ځینو سیمو کې نری ورښت وو ، دانتخاباتو دکمیسیون مشر یوسف نورستاني دخپلې ګوتې په رنګولو سره انتخاباتي پروسه اغاز کړه ، هرڅوک خپل کار ته  اماده او تیار ناست وو ، طالبانو بریدونو ته پوره تیاری درلود ، ځیني رایه ورکوونکي هم وختي لا انتخاباتي سايتو ته رسیدلي وو ، عسکر ، اربکیان  او څارونکي هم سایټونو ته  رسیدلي وو ، خو یوازې دانتخاباتو کمیسیون کارکوونکو ناغیړي وکړه چې په ځینو سیمو کې یې خپل کار ناوخته پیل کړ .

د انتخاباتي پروسې له اغازه سره  هرچا خپل کار پیل کړ ، طالبانو لا له وړاندې  خلکو ته خبرداری ورکړی وو چې انتخاباتي مرکزو ته لاړ نشي ، له همدې امله اکثره مراکز تش پاته وو ، دکونړ دغازي اباد ، ناړۍ  ،  نورستان ولایت ، دهلمند دشمالي ولسوالیو ،  دزابل دګڼو ولسوالیو  ،  دفاریاب  دقیصار ، پشتون کوټ  ، دغه راز دبادغیس د ګڼو سیمو په شمول  دافغانستان داکثره غیر ښاري سیمو  لویې لارې طالبانو تړلې وې ، ترڅو ترینه حکومت انتخاباتي مواد او رای پاڼې انتقال نکړي .

د طالبانو دوړاندیني دعوت  او ولسي بیدارۍ له امله په اکثره اطرافي سیمو کې خلکو له ټاکنو سره بشپړ پریکون وکړ  او هیڅ رایه یې وانه چوله ، حتی دلوګر دمرکز غوندې په ځینو مرکزي سیمو کې هم دعامو افغانانو عمومي پریکون لیدل کیده ، په پل عالم  کې چې حکومت دخلکو  راتګ ونه لید  نو عسکر یې په رینجرو کې کلیو ته ولیږل ترڅو په لوډسپیکر و کې په اعلان کولو سره په سوال رایې راټولې کړې .

دلوګر په څرخ  ، ازره او خروار کې انتخاباتي سایټونه مطلق بند وو چې چا رایه وانه چوله ، په څنګلوري ننګرهار کې  په ډیری سیمو کې انتخاباتي مراکز دمجاهدینو تر بریدونو لاندې وو ، عیني شاهدانو ویل  په انتخاباتي مراکزو دمجاهدینو ننني بریدونه  رسا نه وو  چې خلک په نښه کړي ، طالبانو خلک نه ویشتل  بلکې یوازې  دخلکو دویرولو او انتخاباتي پروسې داخلال په خاطر وو ، له همدې امله  خو ددرست هیواد په سطحه په دوه  طرفه ډزو کې یوازې د څلورو عامو افغانانو دتلف کیدو  خبر ورکړل شوی دی .

زور بالای زور

د هفتې دورځې ټاکنو ته که زور ټاکنې ووایو شاید ښه مناسب نوم به یي وي ، دشمال په بلخ کې دعطاء محمد نور کسان په سايټونو ګرځیدل او خلک یې په ډاګه مجبورول  چې  عبدالله ته رایه ورکړي ،  دکابل په ختیځ کې د زلمي رسول پلوي ملاتره خیل  بیا هیڅوک نه پریښودل چې د پلچرخي په سیمه کې څارنه وکړي ، نوموړي  د ټاکنو دکمیسیون ، فیفا  او کاندیدانو  څارونکي ترډبولو وروسته  بیرته وشړل ،  دفراه په  پرچمن کې  ولسوال داود بیا صندوقان دولسوالۍ انګړ ته وړي وو او دعبدالله له رایو یې ډک کړل ،  په نورستان کې  چیرې چې له مرکز پرته  ټاکنې نه دي شوي ، چارواکو  د ولسوالیو په نیابت صندوقان په رایو ډک کړل خو معلومه نه ده چې د کوم کاندید نوم یې په کې نښاني کړ .

په کابل ښار کې هم لویه ګډوډي روانه وه ، په کابل کې چې اکثره انتخاباتي مراکز په مکاتبو او لیسو کې جوړ شوي وو داسې ویل کیږي چې دپوهنې وزیر  له خپل نفوذ نه په استفاده  دمکاتبو  د سایټونو اړوند  صندوقان دزلمي رسول له رایو ډک کړي دي ،   په کندهار کې  هم د پراخو درغلیو راپور ورکړل شوی ، ویل کیږي دلته دجنرال رازق پلویانو دزلمي رسول په ګټه  صندوقان ډک کړي ، خو یوه عیني شاهد ویلي چې د کندهار په زرغونه انا لیسه کې دعبدالله عبدالله لپاره پراخه درغلي شوې ، په کندهار کې یوه داسې رایه  اچوونکې هم افشاء شوې چې  ۲۲ تنه ټاکنیز کارتونه ورسره وو او غوښتل یي ټول وکاروي .

له کندهار یوه عیني شاهد په فیسبوک ولیکل چې دلته  انتخاباتي سایټونو ته یوازې دزلمي رسول  څارونکي پریښودل کیږي ، ده وویل صندوقانو بیګا لا ډک شوي  .

صندوق مې خړو اوبو درووړ

لوړ عنوان  یو فیسبوک کارونکي خپلې تبصرې ته انتخاب کړی دی ، نوموړي ویلي چې دبغلان په  تاله وبرفک کې طالبانو  د انتخاباتي صندوقونو موټرونه ګیر کړي او صندوقان یې  د سیند اوبو ته غورځولي ، دایوازې بغلان نه دی ویل کیږي چې په بدخشان کې هم  په ټاکنیزو مراکزو سربیره ځیني صندوقونه  له منځه وړل شوي دي .

طالبانو چې دټاکنو د ګډوډولو  ګواښ یي کړی وو نن  یې د خپلو بریدونو  د ډیرښت ریکارډ جوړ کړ ،  دورځې تر ۱۲ بجو پورې ۲۴۴ بریدونه  دطالبانو لخوا ترسره شوي وو ،  او ښایي  همدومره وروسته هم ترسره شوی وي ،  دکورنیو چارو وزیر عمر داودزي وویل ،  چې ۱۴۰  بریدونه ترسره شوي  چې تر اتیا زیات عسکر په کې ټپيان شوي  او ګڼ نور وژل شوي دي ، ده وویل په بریدونو کې ۴ تنه ملکي وګړي هم تلف شوي دي ، خو طالبان وایي چې  ددښمن دمرګ ژوبلې شمیره خورا لوړه ده .

دکرزي حکومت ددې لپاره  چې دطالبانو خبرونه کنترول کړي ، د ټولو تیلفوني شبکو په  پیغام لیږلو یې بندیز لګولی وو ، دغه راز دکندهار په شمول  په ځینو سیمو کې انټرنیټ هم ستونزې درلودې ،  رسنیو او خبریالانو خو له وړاندې  دسرینا هوټل دپیښې له امله دطالبانو خبرونه تحریم کړي وو، مګر دانتخاباتو په مورد ورته دملي امنیت لخوا خصوصي هم ویل شوي وو چې امنیتي پیښې دې نه راپوروي ،  له همدې امله خبریالانو د ډزو ډوز له فضاء سره سره  دامنیت  راپورونه چلول  په داسې حال کې چې داخله وزیر د ۱۴۰ بریدونه خبره ومنله  مګر خبریالانو او ازادو رسنیو د یوه  برید راپور هم ورنه کړ .

طالبانو د خپلو خبرونو نشرولو ته  په خپله پاڼه او  اجتماعي شبکو کې  خورا کش ورکړی وو ،  طالبان په لومړي ځل په فیسبوک او ټویټر  کې خورا منسجم  او منظم راپورته شول  او تبلیغاتي ابتکار یې په لاس کې واخیست ، دطالبانو سایټ  چې د ورځې دبریدونو اړوند خبرونه ، راپورونه او تحلیلونه یي تازه تازه نشرول د ورځې په دری بجو  د انټرنیټي غلو تر برید لاندې  راغی  او هک شو ، داسې ویل کیږي  چې دغه برید دلوړې کچې هکرانو کړی  او ښایي په حکومتي سطحه شوی وي ،  ترڅو د انتخاباتو په ورځ رژیم ته ورپیښې امنیتي رسوایي پټه کړي .

په ټوله کې  دانتخاباتو په ورځ   د انتخاباتي منډو ترړو په نسبت دجهادي پیښو اثر ښه ترا جوت وو ، طالبانو خپل ګواښ په بریاليتوب سره عملي کړ ، شاید داسې سیمه دهیواد په سطحه نه وي پاته شوي چې هلته جهادي برید نه وي شوی د ټولو پیښو دکتلو لپاره کولای شي دطالبانو اړوند پاڼو یا اجتماعي شبکو ته مراجعه کړئ ،.

عام اولس هم له ښارونو په پرته تقریبا په ټولو سیمو کې عام پریکون وپاله ، او انتخاباتي سایټونو ته حاضر نه شول ، عام اولس ثابته کړل چې  د امریکا تر سیوري لاندې انتخابات ورته  دمنلو وړ نه دي .

ټاکنیزي ستونزې

دانتخاباتو پروسه  له دننه څخه هم ډیرې ستونزې درلودې ، او داسې معلومیدې چې ځیني  طراحي شوې  او په لوی لاس رامنځته شوې وې ، په اکثره  انتخاباتي مراکزو کی رای پاڼې دورځې په نیمایي کې داسې مهال خلاصې شوې  چې  ډیر خلک لا پاته وو ، د جعلي کارتونو  دکارولو ستونزه هم بیا بیا یاده شوه  دهرات ولایت په اړه ویل کیدل چې ځینو مراکزو ته یوازې دولایتي شورا اړوندې پاڼې لیږل شوي دي ،  یوه بله ستونزه د انتخاباتي څارونکو دکمبود  او یا ورسره  دچلند وه ، دفیفا ادارې او دځینو کاندیدانو  څارونکو وویل چې په  ځینو سیمو کې  ورته دڅارنې اجازه نه ده ورکړل شوې .

اریانا ټیلویزون  د ځینو رایه اچوونکو له قوله وویل چې  دهغه رنګ کیفیت خراب دی چې ګوتې ورباندې رنګیږي  ، دکمیسیون مشر ویل چې دغه رنګ ۷۲ ساعته مقاومت لري  مګر دې خلکو وښودل چې په همدې شیبه پاک شوی دی .

د ټاکنو کمیسیون  وایي چې تراوسه پورې په سلګونه  تخطي ګانې  ثبت شوي دي ،  دغه راز ځیني چارواکي د درغلیو په تور نیول شوي هم دي .
په دې توګه  د انتخاباتو ورځ تیره شوه ، که دا ورځ په یوه جمله کې تعریفوو نو ویلی شو چې  امریکا او پلوي رسنیو یي  د ورځې په اوږدو کې ټوله هڅه کوله ،  چې وضعیت  سل فیصده سرچپه انځور کړي .

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x