څه باید ولیکو..؟!

لیکوال: صفي الله “رائد”

مهم پيل دی. خو څه باید ولیکو او په څه شي لومړی پیل وکړو..؟!

متل دی: چې کار اسان، پيل يې ګران دی. خو که مو لیکوالي پيل کړه هرومرو به داسې يو څه لیکو چې په یو ځل په لوستلو وارزي.

هو! که که کوم سرلیک په ذهن کې نه لرو، نو خپله یوه خاطره خو حتماً شته؛ باید چې ویې لیکو. له همدې خاطرو يې پيل کړو.

که مونږ هره ورځ یو څه ولیکو، نو د لیکلو استعداد به مو نه مړاوی کېږي.

قلم باید په هر هغه څه وڅرخي، ترڅو لیکل او لوستل یې د لیکوال لپاره ښې پایلې ولري.

نه داچې خدای مه کړه په نړۍ کې له ګناهونو سربېره او په اخرت کې د پاک رب جل جلاله د ناراضایي سبب شي.
الله دې نه کړي، خو!

کله چې له یو پاک او سپېڅلي شي نا پاکه استفاده وشي، پایــله یې هم ناپاکه او ناسمه راووځي. چې همدا کله بیا دیو لیکوال پایلې خرابوي.

نو که قلم پورته کوو؛ باید داسې یو څه ولیکو تر څو ښه او سالمه نتیجه ورکړي. خلکو ته نیک پیغام او حوصله ورکړي.

ځوان کهول ته تانده جذبه ورکړي. ویده راویښ کړي، وړو ته مشــوره ورکړي.

ځکه قلم اهم دی؛ مهمې نکتې باید پرې وکښل شي.

نو راشه! داسې څه وليکه؛ چې ستا په ليکنه دقلم ارزښت نور هم زيات شي.

داسې څه مه ليکه، چې ستا په ليکنه خلک له قلم نه کرکه وکړي!!

که غواړې څه ولیکې..؟!!

هڅه وکړه، داسې یو څه ولیکه ترڅو ستا ترڅنګ لوستونکو ته هم ګټه ورسوي، په داسې یوڅه قلم ونڅوه چې فائده یې زیاته وي.

په داسې یو موضوع ګوتې وښوروه، چې مهمه او خلکو ته ډېره اړینه وي، ورته اړتیا ولري او بل آخره داسې یو څه ولیکه چې عام الفهمه وي او دخلکو د پوهاوي یوه ښه وسیله وګرځي.

دمعیاري او کره لیکنې لپاره لاندې څو کرښې په پام کې ولره!

۱ هڅه وکړه تر څو لنډ او څرګند یې ولیکې!

۲ هڅه وکړه داسې انځور پکې را ونغاړه، چې له مفهومه ډک او بشپړ معلومات پکې نغښتي وي.

۳ هر اړخیز اړوند معلومات ولیکه، “یعنې باید د هیڅ اړخ پلوي ونه اوسې”.

۴ لیکنه دې باید د هېڅ ډول وېرې اغېزمنه نه وي؛ بلکې د ريښتینولۍ پر محور څرخېدونکې وي.

۵ په داسې ویونو (لغتونو) باید ونه لیکل شي په کومو، چې عام وګړي نه پوهېږي.

۶خپله مقاله بیاـ بیا وګوره ترڅو لیکنه دې کره او نیمګړتیاوې یې درته ښې په ګوته شي.

۷ هره ورځ یو څه لیکه!

ځکه فکرونه او خیالونه کورنۍ کوترې نه دي چې والوځي او بېرته راشي. زموږ فکرونه او خیالونه سارایي کوترې دي، چې یوازې شېبه نیمه زموږ د ذهن د بام په څنډه کښېني. لیکوال که د نن احساس نن قلمبند نه کړي بل وخت ممکن په ګوتو ورنه شي.

هو! قلم پورته کړه! خو دقلم کار ترې واخله.

“قلم د کولنګ په څېر مه استعمالوه!”

قلم سپېڅلی دی، سپېڅلي خلک او ویښې ګوتې غواړي، تر څو یې ویښ او تاند وساتي.

نو که غواړې قلم پورته کړې ویښ وواوسه! سپېڅلتیاوې ولیکه، سپېڅلتیاو پسې شـــه!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د