نظــر

ټاکنې او چاودنې

نن د ټاکنو په نامه د افغان وژنې دسیسې غمجنه ورځ وه، په یاده ورځ د تر زرو زیاتو بریدونو خبرونه خپاره شوي دي،که څه هم دولتي چارواکي د یادور بریدونو پایلې بې تلفاتو بولي، خو داښاغلي نورو ته هم د ځان غوندې د ساده ګانو ګمان کوي!

د ټول هېواد په لر او بر کې د نښتو او چاودنو خبرونه د طالبانو له خوا خپاره شول، ځکه چې طالبانو تر ټاکنو وړاندې خبرداری ورکړی و، چې دوی به ټاکنې ګډوډوي او دټاکنو د خپلواک کمیسیون د رسنیو دڅانګې مسوولینو او (نی) په هېواد کې له ټولو کورنیو او بهرنیو رسنیو غوښتي و، چې په دې ورځ کې د له خولو سره پام کوي او رښتیا دي نه وايي.
رسنیو هم په پوره امانت دارۍ دا وعده کلکه وساتله د بې بې سې شیطانت او دازادۍ ضلالت یواځې دې ته ځانګړی و،چې په ټول هېواد کې په میلیونونو ښځې راوتلې او د دوی په خبره ګواکي ډیموکراسي تحقق موندلی او د دوی د بادارانو ستړیاوې هسې نه دي تللې.
د ټاکنو او نی د مسوولینو دا ډول پرېکړه په اصل کې شړېدلي دولت ته د خټې د پوزې ورجوړولو هڅه وه،چې له بده مرغه د طالبانو ویبپاڼې، او ټولنیزو رسنیو دې پوزې جوړولو ته هم پرې نه ښوودل.ما پخپلو مخکینو مقالو کې هم یادونه کړې وه چې ټاکنې یواځې د افغان وژنې دسیسه ده او بس. په کابل او نورو ولایاتو کې چې له هره رایه ورکوونکي پوښتنه شوې چې د خپلې رايي د ارزښت اړوند څومره باوري يې؟ نو ځواب يې نه درلود، افغانان پوهېږي چې د اربکیانو تر ټوپکو لاندې رايه یعنې څه؟ دوی پوهېدل چې نن رایه اچونه د تېرو دیارلسو کالو په جنایاتو پرده اچول دي، دوی پوهېدل چې نن رایه اچول اشغال ته مشروعیت بخښل دي. په داسې حال کې چې اوس نو د هر واړه او زاړه سر خلاص دی، چې په افغانستان کې د بهرنیانو په شتون کې مشر څنګه ټاکل کېږي، د ټاکنو په نامه د افغان وژنې له دسیسې د یرغلګرو او د دوی د تالۍ څټو موخه د افغان وژل او د افغانانو په عزت مسخره کول و، ځکه خو هرې ګوډاګۍ رسنۍ کوشش  کاوه چې په هر ولایت کې آڼ زرګونه ښځې د باندې راوتې وګڼي، چې دا به هیڅ د عقل خاوند ونه مني.
د ټاکنو نننۍ ورځ چې د حمل شپاړلسمه وه، د افغانستان د اسلامي امارت د تاسيس له ورځې سره هم برابره وه، چې ګوډاګۍ ادارې د ټاکنو د ورځې لپاره د دې ورځې مشخصول یو هم د امارت د تاسیس د ورځې په عزت پښې اېښوودل و.
په هرحال که څه هم ګوډاګيان داسې تبلیغوي چې میلیونونه رايې اچول شوې دي، خو د ډاکټر رمضان بشردوست خبره، دلته به هغه څوک پاچا وي ،چې د امریکا د ګټو موافق وي، که څه هم یوه رایه يې وړې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x