
غزل/زیارمل
فضل حق زیارمل یم
مکتبونه، مدرسې او کتابونه
راپوره کړه خدایه.ج زموږ ضرورتونه
موده شوې د جګړې ګرمي خوره ده
را نازل کړه لږ د امن بارانونه
فاصلې مو ورځ تر بلې لا اوږدېږي
که مې شنه کړل په قدم کې قدونه
د ماشوم او د قلم خپلوي را وکړه
مهر کېږده د کتاب سپین کاغذونه
د صحرا له کاڼو ډکه لمن را وړه
بیا پرې وله اختلاف او نفرتونه 🙂
زیاره څه مانا پوښتنه د دې خلکو؟
وخت یې کړي راته بېل بېل تعریفونه