افغانستان

اسیا بنسټ: پر حکومت د خلکو باور ډېر شوی

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، ۲۴ لړم ۱۳۹۶):د اسیا بنسټ«ایشیا فاونډېشن» په خپله تازه ټولپوښتنه کې ویلي، چې د تېرو کلونو په پرتله افغانان پر حکومت باوري شوي دي.

په ټولپوښتنه کې ویل شوي، د تېر کال په پرتله سږ کال خلک د خپلې راتلونکې په اړه هیله‌من شوي دي.

د اسیا بنسټ په تازه ټولپوښتنه کې د افغانستان د نورو قومونو په پرتله پښتانه پر اوسني ګډ حکومت ډېر هیله‌من ښودل شوي؛ خو ګڼ شمېر خلکو ورته ویلي هېواد یې ناسم لوري ته روان دی.

په ټولپوښتنه کې د افغانستان د امنیت، اقتصاد، حکومتولۍ، ټاکنو، رسنیو او دښځو اړوند مسئلو په اړه په ۳۴ ولایتونو کې ۱۰زره نارینه او ۱۲ زره ښځې پوښتل شوي دي.

د اسیا بنسټ په تازه ټولپوښتنه کې ویل شوي، د افغانستان ۳۲،۸ سلنه وګړي فکر کوي، چې هېواد یې په سم لوري روان دی؛ خو دغه شمېره تېر کال ۲۹،۳ وه.

په ټولپوښتنه کې ۴۰،۶ سلنه پښتانه، ۲۹،۳ تاجک، ۲۶،۲ سلنه هزاره‌گان، ۲۵،۸ ازبک اوسني حکومت ته هیله‌من شوي؛ خو بیا هم د ناامنۍ، بې‌کارۍ، چاودنو، ګواښونو او نورو مسئلو په اړه ناهیلي دي.

په دې ټولپوښتنه کې ۹۲،۳ سلنه خلکو ورته ویلي، چې طالبانو سره د مخامخ کېدو څخه وېره لري او ۹۳،۹ سلنه خلکو ورته ویلي، چې د داعش له ډلې په وېره کې دي. همدارنګ ۷۸،۶ سلنه خلکو ورته ویلي، د دولتي ځواکونو ملاتړ د مخالفو ډلو له وېرې نه شي کولی.

په ټولپوښتنه کې ویل شوي، ۶۷،۳ سلنه خلکو ته ویلي چې پر مذهبي مشرانو باور لري، ۶۵ سلنه کسان بیا پر رسنیو، ۳۵،۴ پر ولسي جرګه او ۳۵،۹ بیا پر حکومتي وزیرانو باور لري؛ خو ۶۹.۸ سلنه خلک فساد په خپل ورځني ژوند کې تر ټولو لویه ستونزه ګڼي.

د اسیا بنسټ په دې کلنۍ ټولپوښتنه کې ۵۲،۳ خلکو ورته ویلي، چې له طالبانو سره د سولې خبرې شوني دي او ۶۲،۹ سلنه خلک فکر کوي، چې له طالبانو سره جوړجای د هېواد په ګټه تمامېدای شي.

د اسیا بنسټ په ۲۰۱۷ز کال کې دا ټولپوښتنه داسې مهال کوي، چې اوس هم اداري فساد، ناامني، بې‌کاري او د افغانانو اقتصادي رکود د نورو کلونو په پرتله ډېر شوی دی.

د اسیا بنسټ تېر کال ویلي وو، چې د کرزي د واکمنۍ په پرتله پر ګډ حکومت خلک بې‌باوره شوي دي.

ارګ د اسیا بنسټ دغه کلنۍ ټولپوښتنه ستایلې ده او په ځینو شته برخو کې یې د ستونزو یادونه هم کړې ده.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې حکومت هڅه کوي چې لویې پروژې تر کار لاندې ونیسي او د افغان ځواکونو جګړه یې هم ستایلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

د آسیا بڼسټ او نورو نړیوالو سازمانونو څیړنی او ارزونی هیڅکله هم له سیاسی تمایلاتو او تعصب نه ندی خالی. دوی هیڅکله هم له سیاسی تمایلاتو او تعصب نه پاکه څیړنه او ارزونه نه کوی او نه د دا ډول څیړنو نتایج خلکو ته ښیئ. هر وخت پخپلو څیړنو کښی یا سیاسی او یا هم تعصبی اړخ په پام کښی ساتی.د منصفو او آزادو انسانانو په حیث زمونږ او ستاسو رسالت دادي چی څه پدی څیړنو کښی عینی واقعیت و هغه باید ومنو او په سیاسی او تعصبی اړخ باندی یې باید د رد لیکه را تیره کړو. وسلام

الحاج استاذ بیانزی

د اسیا بنسټ کمپنی خارجی که داخلی کمیته ده، دا صلاحیت ورته چا ورکړی ، او په دیرش میلونه نفوس کی دوی د ۱۲۰۰۰ کسانو په نظر اخستنه د ۳۰ میلونو خلکو نمایندګی منی ، او بیا تر نیمایی زیات هیواد خو د مجاهدینو په واک کی دی هلته خو دوی له ویری ټیزونه اچوی ورتلای نه شی دغه دولس زرو په ځای به یی له دوه دری زرو سره که پوښتنی کړی او هغه هم د کابل په شهر نو یا بنچشیر او هغه سیمو کی چه خلک یی حکومتی چارواکی دی حکومتی چارواکی خو به خامخا د حکومت… نور لوستل »

عبدالولی

د لیکنی سرخط یو څه دی او لیکنه بل څه.
پخ رپوټ کی اصلاً د ګلب الدین نوم نه تر سترګو کیږی حال داچه سرلیک د ګلب الدین په هکله دی.

عبدالولی

بخښنه غواړم. زه لکه چه یو څو شېبی بیسواده وم، د حکومت نوم می د حکمیت یار سره اشتباهاً ولوست.مننه.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x