
اسرائیل د سعودي مفتي اعظم ته رسمي بلنه ورکړې
نن ټکی اسيا (چهار شنبه، ۲۴ لړم ۱۳۹۶): د اسرائیل د مخابراتو وزیر «ایوب قرا» پر خپل ټویټر پاڼه د سعودي مفتي اعظم «عبدالعزیز آل الشیخ» ته د اسرائیل د پلازمینې «تل ابیب» څخه د لیدو بلنه ورکړې ده.
نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: « زه مننه کوم د سعودي د مفتي عبدالعزیز آل الشیخ څخه، نوموړي تېره دوشنبه فتوا ورکړه چې د یهودو قتل حرام دی، هغه وویل چې حماس تروریستۍ ډله او د فلسطینیانو په تاوان ده، د اقصی لپاره مظاهرې بې معنی دي، د حزب الله پر ضد د جګړې لپاره د اسرائیلي پوځ سره همکاري جواز لري».
نوموړي وویل چې له دغې وجې زه د سعودي مفتي ته دعوت ورکوم چې اسرائیل ته راشي، مونږ به یې دروند هرکلی وکړو.
باید وویل شي چې سعودي او اسرائیل ایران او شیعه ډله حزب الله د ځان دښمنان بولي او ویل کیږي چې پر ضد یې په پټه لاسونه هم سره یو کړي دي.
سعودي په دې وروستیو کې د اخوان المسلمین په ګډون ډیر اسلامي تنظیمونه تروریستي بللي دي او قطر هیواد یې په دې تورن کړی وو چې ولي په فلسطین کې د حماس ډلې سره مرسته کوي.
د سعودي د جګپوړو علماو دولتي ټولنه چې پر ټویټر خپل اکاونټ لري او وخت په وخت د حکومت په ملاتړ فتواوي ځیني صادروي، تر اوسه یې د اسرائیلي وزیر د بلنې په اړه مثبت یا منفي ځواب نه دی ویلی.
د اسرائیلي وزیر بلنه او د سعودي مفتي چوپتیا په ټولنیزو پاڼو کې توند بحثونه را پارولي دي.
که څه هم ګمان کیږي چې د سعودي مفتي به دغه خبرې نه وي کړي خو د ځینو په باور اسرائیل غواړي چې د سعودي سره پر اړیکو غوړیدلي پردې پورته کړي او پر مشترګو ګټو ولاړي دغه اړیکې نورې رسنیزې کړي.
د علي منصور په نامه د ټویټر یوه فعال لیکلي چې اسرائیلي وزیر د سعودي مفتي په ستونزه کې اچولی، که هغه دغه خبرې ردوي نو مطلب به یې دا وي چې حماس ډله تروریستی ډله نه ده، او که چوپتیا غوره کوي نو مطلب د اسرائیلي وزیر خبره سمه ده. خو حقیقت دادی چې د سعودي مفتي دا خبره له سره کړې نه ده.
باید وویل شي چې پخوانیو کلونو کې به د سعودي مفتیانو او د مساجدو امامانو په فلسطین کې د حماس ډلې ته دعاګاني کولې خو اوس یې په اړه چوپه خوله دي ځکه چې د سعودي حکومت دغه ډلې ته د تروریستی ډلې په سترګه ګوري.
د دجال فتنې پیل شویدی.اللّه پاک دی مسلمان ته سلیم عقل ور وبخښی.