نړۍ

اجرائیه رئیس په امریکا کې لومړۍ وینا د پاکستان پر ضد وکړه

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، ۲۴ لړم ۱۳۹۶): اجرائیه رئیس چې دا وخت په امریکا کې دی، په خپله لومړۍ وینا کې يې پر پاکستان تور پوري کړ چې د طالبانو ملاتړ کوي او هغوی ته یې خوندي ځایونه ورکړي دي.

نوموړي د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د یوې فکرې ادارې په بحث فورم کې وینا کوله.

عبدالله وویل چې اوس هم ځیني داسي وسلوالې ډلې شته چې د بهر څخه یې ملاتړ کیږي، طالبان په سیمه کې د دې ټولو ډلو لپاره د سایوان غوندي حیثیت لري.

نوموړي د پاکستان هغه تورونه رد کړل چې ګواکي د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي او وې ویل: مونږ هغوی ته د دښمن په سترګه ګورو او پر ضد یې جنګیږو، مونږ د یوې تروریستي ډلې او بلې تر منځ فرق نه کوو.

عبدالله د سولې په اړه وویل چې زمونږ دروازې خلاصي دي، هر څوک که غواړي چې سوله وکړي، راتلای شي. ځکه چې د افغانستان اکثره ولس سولې ته تږي دي.

نوموړي یو ځل بیا د ټرمپ د نوي پالیسۍ په اړه د افغانستان د ګډحکومت موقف تکرار کړ او ټینګار یې وکړ چې مونږ په افغانستان او سیمه کې د ټرمپ ستراتیژي ګټوره بولو او ملاتړ یې کوو.

نوموړي وویل چې د افغانستان د معضلې اساسي ستونزه سیاسي ده، څوک چې د افغانستان د خلکو او حکومت پر ضد جګړه کوي، زمونږ هدف دادی چې هغوی د مذاکراتو میز ته راشي.

باید وویل شي چې د ټرمپ د نوي ستراتیژۍ د اعلان وروسته امریکا او ناټو په افغانستان کې د پوځونو شمېر زیات کړی او په جګړو کې يې برخه اخیستل پيل کړي دي او همداراز یې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې په پراخه کچه بمباریو ته وده ورکړې چې له امله یې ورځ په ورځ د ملکي تلفاتو د مرګ ژوبلې شمېره لوړیږي او خلک له خپلو کلیو او سیمو څخه کډوالۍ ته اړکیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

د الله ج اراده چه د ع او غ په شان #### ته یی هم د دی مقامو او به سټیچ د خبرو کولو چانس ورکړو ، دوی خبله هم حیران پاتی دی او دغه مقام کی د دوی دریدل خوب او خیال ګڼی، نور هر څه یی پریږدی تاسی د دوی د مخ او ویشتانو ارایش او میکپ ته وګوری ، بیای د ### ارت ارت مزل او بیا یی د لویانو به شان لوکسو دریشیو او نیکتایو ته مرمی ضد ګاړو او باډی ګاردانو ته وګوری . په ځانګړی ډول د پوره او کره معلوماتو له مخی عبدالله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x