7

زموږ د ولس بدې ورځې او د ډیموکراسي غوړ شعارونه

 

په (5/اپریل/2014) په هیواد کې د ټولټاکنو بهیر روان و د ډیموکراسي یوه نیمګړې مرحله ترسره شوه، د دولت له امنیتي تدابیرو سره میډیا هم په نا امنیو خوله تړلې وه، او هرځای یې د (خیرخیرت) خبرونه خپرول، ټولو په ګڼ شمیر کې سیاسي کارپوهان غږول او په هیواد کې یې د تازه دمه ډیموکراسي پر وده (!) خبرې غځولې، په دې ورځ مي بیخي ګڼ شمیر ډیموکراسي پالې خولې د ژرندو په څیر چالانې او روانې ولیدلې، له ټولو داسي معلومیدله چې د ډیموکراسي په پلي کیدلو سره هرڅه برابر او ټولې ستونزې ختمي شوې.

دوی داسي ښکاره کوله چې د ډیموکراسي دا مرحله پای ته ورسیږي او نوی ولسمشر راشي نو هرڅه برابر او هیواد جوړ او ودان شو، د دوی له ویناو دا مطلب ترلاسه کیدی چې ډیموکراسي ډوډۍ ده ډیموکراسي کور او کالي دي، ډیموکراسي ودان او جوړ هیواد ده، او… په یوه تعبیر د دوی خبره سمه ده ځکه د دوی په خولو او تعبیراتو کې دهیواد، ولس او ملت تعبیر هغه مفهوم نه لري چې موږ په عامه توګه په قاموسونو کې لیدلی او یایې د ولس وګړي کوم مفهوم مراد کوي، د دوی په فکر هیواد، ولس او ملت د دوی کورونه ، اولادونه او نږدې همفکره خلک دي.

په دې تعبیر بې له شکه ډیموکراسي هم کور ده هم ډوډۍ ده او هم اباد او ودان هیواد ده، ځکه د دوی د واک په صورت کې هیواد، ولس او ملت (د دوی کورونه، اولادونه او نږدې همفکره خلک) ټول ابادیدلی، هوسا کیدلی، خوشاله او رغیدلی شي، او په حقیقي مفهوم دهیواد، ولس او ملت دې الله مل شي، له هغو سره د دوی کار نشته، دا هسې تبلیغات نه دي او نه بیځایه خبرې دي، دا خلک تجربه او دې ولس لیدلي او ازمویلې دي، دوی د تیرې ادارې دټیم څوکاله فعال او کارنده خلک پاته شوي دي، دوی به اوس په نوي شکل او له نویو شعارونو سره د هیواد او ولس لوټلو او چورکولو ته ملاوې تړي، دوی په ډیموکراسي سره د غرب د چوپړ او د ولس دچور له پاره نوی دمه شوی ټیم ده او دا دواړه دندي یې لومړی او وروستی هدف او موخه ده.

زموږ د دې خبرو له پاره یوبل دلیل هم درسره شریکوو، زموږ ګاونډي هیواد پاکستان او ولس یې څه دپاسه شپږ لسیزې د فوځ او ډیموکراسي ترمنځ را ګیر ده، هلته که جنرالانو څومره غلاوې کړې دي ډیموکراتو کړیو یې په غلاوو کې نړیوال ریکارډونه درولي دي، او څو څو ځله یې د مختلفو بین المللي مؤسساتو د سروېګانو په پایله کې په کرپښن او اداري پسات کي تر ډیرو زیاتې نمبرې ترلاسه کړې دي، خو په دې وروستۍ لسیزه کې د څو بین المللي مؤسساتو په سروېګانو کې معلومه شوه چې زموږ د هیواد مسلطې ادارې په ډیر کم زماني واټن کې پاکستاني غله شاته کړل او په نړۍ کې په اداري پسات لړلیو هیوادونو کې یې لومړی مقام ترلاسه کړ، د پاکستاني ډیموکراسي غلو او پساتیانو په ادارې پسات کې چلېدونکې کرنسي پاکستاني کالداره وه او زموږ والو امریکایې ډالر لاندي باندي کاوه. داراز د دریمې نړي دهیوادونو ډیموکراسي او ډیموکراتانو ولسونو ته هیڅ نه دي ورکړي بلکي مسلطو محدودو خلکو یواځي خپل ځانونه او اړوند خلک پاللي دي.

دباندني اشغال ترڅار او واک لاندي ټاکنو په پایله کې رامنځته کیدونکی ټیم شاید ګوتشمیر ټیټ پوړي نوي خلک ولري د نورو کار، مهارت او دیانت تجربه شوی او ازمویل شوی ده، دوی به دوه کارونه پر مخ ولي، یو د یرغلګرو چوپړ او له هغوی سره دهغوی په نړیوالو پلانونو کې مزدوري، دویم د تیرو غلاوو او جیب ډګونې تداوم او پرمخبېول دي. او دا دروانې ډیموکراسي اساسي موخې او اهداف دي، د ټاکنو په ترسره کیدلو سره دهغوی له څیرواو خبرو نه مادا مطالب راټول کړي دي، دوی داسي ښودله چې د ټاکنو په ترسره کیدلو سره هرڅه برابر، هیواد جوړ، وږي ماړه او ټولې ستونزي حل شوې.

که څوک ادنا عقل په سر کې ولري هغوی پوهیږې چې تر دریو لسیزو زیاتې جګړې ځپلی هیواد که دیوه ډیر دیانتداره او خورا زیات ماهر ټیم لاس ته ورشي هم هغوی نشي کولی په څو کلونو کې په زړه پوري پایلې ترلاسه کړي، ځکه په هیواد کې بیخي درنې او لویې ستونزې پرتې دي، د ولس دیووالي تهداب نړیدلی ده، تعلیمي حالت تقریبا بیخي بیخونده ده، د هیواد په داخل کې پردي شتون لري د ګڼ شمیر باندنیو هیوادونو استخباراتي شبکې په کار بوختي دي خپل منځي پریمانه مخاصمتونه او دښمنۍ شتون لري او… له دې سره په هیواد کې لوی لوی غله او ستر قاتلان په واک او ځواک کې دي، نو څرنګه يه څو ورځو کې معلوم الحاله او ازمویل شوي خلک دا ټولې ستونزي کنترول کولی او ختمولی شي، اصلا دوی پخپله ستونزه او دوی پخپله په پسات لړلي دي. کارونه په دیانت او مهارت سره ترسره کیدلی شي په شعار او منافقت سر هیڅ نشي کیدلی. بلکي منافق او دشعارونو خلک یواځي ځانونه پالي، نو له ټاکنو وروسته له دې خلکو دخیر او ښو تمه لرل یواځي ځان دروهل دي.

د ډیموکراسي شعارونه ډوډۍ او هیواد رغونه نده. ډیموکراسي د مخصوص ټیم له پاره ډوډۍ، سوکالي، ابادي او هرڅه ده خو د ولس او زموږ د بېوزله هیوادوالو له پاره تش شعارونه او سراب ده لکه په تیرو څه دپاسه لس کاله کې چې له اوبو تږې تیر شوو اوس به هم په هغو بدمرغو لارو سر وي. د شته ډیموکراتانو اهلیت او ظرفیت ته چې ګورو د دوی په واک کې ایله د دوی ورځې خوږې او روڼې شي. او د دوی په دې غوړو شعارونو کې به زموږ د ولس بدې او سپیرې ورځې په خپل حال پاته وي.

نښتر کالم – نن ټکی آسیا

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د