
غزني: د ولایت مقام دوه ساتونکي په خپلمنځي نښته کې وژل شوي
نن ټکی اسيا (چهار شنبه، ۲۴ لړم ۱۳۹۶): د غزني امنیه قومندان مل پاسوال محمد زمان وايي، تېره شپه د ولایت مقام دوه ساتونکو خپلو کې له لفظي شخړې وروسته پر یوه بل ډزې کړي او دواړه وژل شوي دي.
د قومندان په خبره، دواړو یوه خونه کې اوسېدل، کله یې چې ډزې واورېدې او پولیسو دروازه ماته کړه؛ نو دواړه ساتونکي وژل شوي وو.
دی وايي، تراوسه د پېښې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی؛ خو په اړه یې څېړنې روانې دي.
له دې وړاندې پولیسو او د اردو خپل ملګري وژلي وو او بیا له سیمې تښتېدلي وو؛ خو دا لومړی ځل دی چې دواړه وژل کېږي.