افغانستان

پروان: د چاریکار د پوهنې امر وژل شوی

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، ۲۴ لړم ۱۳۹۶): د پروان د امنیې قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر فرهاد هاشمي وايي، تېره شپه ناوخته د پروان د پوهنې رییس او د ښار دپوهنې امر په موټر کې ماین چاودنه کړې، چې له امله یې د پروان ښار د پوهنې امر وژل شوی او د پوهنې رییس ټپي شوی دی.

د هاشمي په خبره، تېره شپه شاوخوا ۱۱بجې د پوهنې رییس زلمی شهید او د پروان ښار د پوهنې امر عطاء‌محمد متین د پوهنتون لیلې ته د قران‌کریم ختم ته تللي وو، کله چې بېرته د کور پر لوري روان وو؛ موټر کې یې ماین چاودنه کړې ده او د پوهنې امر پکې وژل شوی دی.

دی وايي، د زلمي شهید روغتیايي وضعیت ښه دی او د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوی دی.

تراوسه پورې د بېګانۍ پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x