ادبي لیکني

بې پلاره لور / لنډه کیسه

عزت الله ایوبی خیشکی

د ژمي موسم ودیخنۍ ورځې وې لارې، کوڅې،ویالې اوسیندونه ځای ځای یخونو پوښولي وو.غرونو او دښتوسپین واورین څادر په ځان غوړولی و.

د شپې اسمان کې بلا ډېرځلانده ستوري ځلیدل خود سهارله خوا وریځویوبل ته داسمان په شنه لمن کې غیږې ورکولې.ورو ورواسمان هم په اوریدلوپیل وکړ.دا چې هرزړه یوطبیعي ښکلا خوښوي زماهم د واورې اوریدل خوښیدل زه يې نندارې ته ناست وم. د واورې په اوريدو مې په یو روانه څیره سترګې ولګیدې.خو د څیرې تشخیص مې ونشوکولای.چې څوک دي شیبه وروسته چې څنګ ته رانږدې شوه. په یوسندریزغږیې راباندې غږوکړ.ظاهره دطبیعت په دې ښکلي مخ د واورې باران څومره ښکلی ښکاري ماورته وویل:

ښکلا خودهرزړه لپاره دمینې ښکارندويي کوي خوزما لپاره داسې بله ښکلاهم شته چې د واورې ښکلا ځانته د سیالۍ وړنه بولي په حیرانتیايې وویل:

څه!څه!

ماورته وویل :

هیلې!

پریږده يې چې هغه څوک دي. داچې واوره څنګه په ځمکه اوري شیبه وړاندې مې همداسې په زړه وریدې چې کاش هیله راشي.

هیلې زما ددې خبرې په اوریدو څو شیبو لپاره د واورې په لورځیر،ځیرکتل .وروسته يې معصومې سترګې زما په لور راواړولې وویل هیله راشي! دا څه مانا ماورته وویل دا مانا د مینې مانا لري. ایا ته دومره نه پوهیږې؟

هیلې د پرخې سالوپرمخ پرده کړ.د کورپه لوریې منډه کړه.زه هم په هنرمندو قدمونو دخپل کورپه لور روان شوم.ټوله ورځ په اوریدو ختمه شوه.شپه مې په داسې خیالونو ترسهاره را ورسوله.چې دپرونۍ ورځې هره شیبه مې بیرته په سترګو کې انځورکړه د سهارني پروخت لمر هم دغرونو د سرونو څخه راپورته شو.اود څو وړانګوله یوې ډلې څخه يې هیلې انځور زما سترګوته انځوراوه. ښه شیبه وروسته بام ته د واورې د جارو کولو په نیت پورته شوم. خولمر بیاهم د واورې پرسپین مخ د هیلې انځورجوړاوه. د واورې په جارو کولو مې پیل وکړ. په بیړه ، بیړه مې د خپلو خونو بامونه پاک کړل .د څو شیبو د مې اخیستو وروسته له کوره بهر ووتم چې په لاره کې جمال کاکا ولیدم راته يې وویل:

ظاهره!

زما سره به د واورې په جاروکولوکې مرسته ونکړې؟

د دې خبرې په اوریدومې زړه کې یوه نړۍ تلوسې پیدا شوې. و مې ویل:

ولې نه!

زماټوله ځواني ستانه لوګې شه درځه چې ځو. کله چې د جمال کاکا د کورپه درشل ننوتم په هیلې مې سترګې ولګیدې. هیله په نازکو شونډو راته مسکۍ شوه. د زینې په آړه کي مې قدم کېښوده سترګې مې په هیلې خښې وې بام ته پورته شوم. ښه په بیړه،بیړه مې بامونه جارو کړل. په همدې وخت کې د دروازې غچاپورته شوه.جمال کاکا له کوره بهرووت زړه مې له واره درزا پیل کړه د سترګوپه رپ کې مې ځان هیلې ته ورسوه و مې ویل:

هیلې!

څه کیسې دي هیلې ناببره په پریخچه غږوویل:

ظاهره!

ته خبریې چې زما د رشتې لپاره د برکلي کریم کاکا راغلی وه.

دهغه زوی تورګل پیژنې؟

هو!هو!

هغه خو په نشه يي توکو اخته دی ستا پلار د دې خبرې په اړه څه پریکړه کړیده؟

ظاهره زه خو ډیره ویریږم تاته پته ده چې زما پلارهم په نشه یې توکو اخته دی هسې نه چې ورمې کړي.

نه!نه!

هیلې داسې مه وایه خیردی الله به هرڅه جوړکړي نور زه درنه ځم خو پام چې ما به له هرې خبرې خبروې. هیلې داخبره له خپلې مور سره شریکه کړه او په ډیرې عا جزۍ يې مورته وویل:

هیڅ مې په خوله نه جوړیږي چې څنګه يې ووایم خو مورې دا زما د ژوند مسئله ده تاته پته ده چې پلارمې د برکلې د کریم زوی تورګل ته ورکوي مورې زما د هغه رشته منظوره نه ده ځکه هغه یونشه کوونکی انسان دی هغه د ژوند په کولوڅه پوهیږي هغه انسان چې د خپل ځان حقوق اوارزښت نه پیژني زما به څه وپیژني دهیلې خبرې نورې د اوښکو په شرهارکې ورکې شوې هیله يې مورپه خپله غیږکې ونیوله اوپه ځواب کې يې ورته وویل:

نه!

لورې په پښتوکې متل دی چې وایي :(ړوند یوځل خپل امسا ورکوي )زه هیڅکله ستا پلارته دا اجازه نه ورکوم چې ستا ژوندهم زما په شان د یونشه کوونکي سره په کړاوونواو زحمتونوکې تیرشي نه غواړم چې ستا ګریوان هم زما په شان تل په اوښکولوند وي زه به دا خبره حتماً ستا پلارسره شریکوم کله چې د شپې دهیلې پلارکورته راغی دهیلې مور ورته وویل:

سړیه!

دخدای لپاره داسې مه کوه ته ولې هغه بدبخته انسان ته زما د ګل په شان لور ورکوې. دهیلې پلارهیڅ نه ویل. دهغې مورخپلوخبروته دوام ورکړ. چې هیله زمونږنازولې لورده دا مو د زړه په وینو لویه کړې نوبیايې ولې هغه ته ورکوې. د جمال کاکا حوصله نوره ختمه شوه. بس کړه بدمرغې ته پوهیږې چې دا څه وايې زه دهیچا خبرې نه اورم زه هرڅه چې مې زړه وغواړي هغه کوم سبا شپه کریم راځې زه ورته حتماً دهیلې دسمال ورکوم. د هیلې مورهم خپل حوصله له لاسه ورکړه :

نه !نه !

دانشي کیدای هیله زما لورده اوهیڅکله نه غواړم ستا په شان بد بختان یې ژوند بد بخته کړي اوبس!

دهيلې پلاردهیلې مورته یوه کلکه څپیړه په مخ ورکړه ورته ويې وویل:

ته پوهیږې چې څه وایې بد بخته به ستاپلار وي. کله چي سبا شپه کریم دوی دهيلې رشتې ته راغلل دمګړی يې دهیلې دسمال ورکړ.هیلې چې هرڅه وویل ؛چایې خبروته غوږنه نیوه دشپې ۱۱بجې شوې دهیلې مورپلار ویده شول .هیله دغم په دنیاکې ډوبه وه. دومره يې وژړل چې نوريې دسترګواوښکې وچې شوې بلاخره د مینې شیطان هیلې د ژوند مزي دنړۍ له ټولو کړاونو راپرې کړ.اود چړې له تیره مخ سره یې ځان وجنګوه او دا نړۍ یې د زمانۍ بې احساسه کسانوته خالي پرېښوده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x