نظــر

د ژوند رونګونه، پند او خاطره

لیکنه:عبدالله منیر

سهار مهال يو چابلنه راکړه تر څو ورشم چای،مجلس او تر څنګ یې په ځینې کارونو باندې و غږيږو،دسهار يخي هوا که له يوې خوا زما بدن لړزاوه له بلې خوا يې زما په زړه کې د حمدونو د ځنځير کړۍ پېيلې. که څه هم ما پرته له دې چې ژمنۍ جامې مې اغوستې وي په موټرسايکل مزل کاوه او له سړو مې ژامې رېږدېدلې، خو بيا مې هم په خپل حالت او ژوند دالله تعالی شکرونه ويستل او د خپل رب هغه سترې لورېینې یو په یو را یادېدلې چې په مایې کړې دي. په لاره مې ډير داسې کسان وليدل چي نرمې جامې يې په تن وې او په دې يخه هوا کې خپلو بچو ته د يوې ګولې مړۍ د پيدا کولو په پار د ودانۍ په اعماري کارونو بوخت وو، زه که څه هم سهارني يخ لړزولم خو د لږ ګړۍ لپاره ورته تم شوم،دوي ته مې ښه په ځير ځير کتل په دوی کې د يوه کاريګر هم په بدن،لاسونو او پښو باندې داسې جامې نه ليدل کېدلې چې له یخه ځان پرې وژغوري. له کاريګرو مې يوه ته پام و چي موقع به يې پيدا کړه نو ژر به يې لاسو کې د خولې توده هوا پو کړه ،ځکه دوي په کار کې له هغو اوبو استفاده کوله چي د شپې ديخې هوا له کبله زياتي سړې شوې وې.

دې حالت لیدلو زه د دوي د اولادونو په اړه هم اندېښمن کړم او ویل مې چې خدایه! هغوی ته به د دې ستړي او ستومان بابا له لاسه د ژمي پلني او ګرمي جامې موندلې وي اوکنه؟ ترڅو په دې يخه هوا کې هم د کلي د ملګرو سره لوبي وکړي، او که به مورجاني د يخ څخه ساتلو په موخه کوټه کې بنديان ساتلي وي.

له دوی چې روان شوم لږ وړاندې مې دوه نور کسان په داسې حالت کې وليدل چې غټې بوجۍ يې په اوږو وې، دسړک له غاړې يې پلاسټيکونه او تش بوتلونه را ټولول او ترشا تړلیو بوجيو ته يې اچول، ما بیا هم د تېرېدو جرئت ونکړای شوای لږ مي خپل مزل ورو کړ له دوی سره په څنګ شوم او د دوی حالت مې وڅاره، د دوی په تن شلېدلې او خيرنې جامې وې، يو يې ايبلې پښې او بل يې نيمه روغ چمپلان په پشو کې درلودل، ببر او خيرن ويښتان یې وو.

دا هغه په مخدره موادو روږدي کسان ول چې د دیوه بې ګټې دود په مینه یې د دنیا او اخیرت بې شمېره خوښۍ او ویاړونه له لاسه ورکړل، کله چې ما دوی لیدل او دوی به زما په خوا له بې شمېره محرومیتونو ډکې سترګې را اړولې زما ورته له يخه لړزاند بدن خوله شو او خپل مزل مي ګړندی کړ، زړه کې مې د دې غم ساندې تلې راتلې چې خدایه! د دوی راتلونکی… ! او دا چي دوی به يو وخت هم له دې حالته راووځي او کنه.

کله مې چې دغه په نشو روږدي کسان وليدل، نو د کارګرو درد رانه هيرشو.

دوی مې لا د ټول فکر محور ول چي یو نا څاپه مې سترګي په يوه نقاب پوښلې ميرمن ولګېدې چي تقريبا د يوه يو نيم کال ګلالی ماشوم يې هم غيږ کي و او د سړک په غاړه ولاړه وه،مافکر کاوه کوم راتلونکي موټر ته په انتظار ده، خو داسې نه وه، بلکي موټرو کې سپرو کسانو څخه د خير خیرات غوښتلو په نيت یې د ساړه سهار یخې سیلۍ په خپل ځان او واړه بچې تېرولې،د دې په غيږ کي د واړه ماشوم په سپين، نازک او معصوم مخ د يخنۍ سرخي مالومېدله،ماشوم د مور په غاړه نازک لاسونه د سړو له امله داسي تاو کړي وو لکه چي څوک يې د مور له غيږي په زور اخلي ،الله خبر دی چي دغه ځوانه مېرمن به کومې مجبورۍ دې ته درولې وي چي په دومره سړه هوا کې دي له نيستۍ خپل نازولی بچی هم له ځانه سره دسړک غاړي ته راوړي ترڅو يو څه پيدا او د ژمي سړه شپه باندې سباکړي.

هغې د حياء له وجي خپل لاسونه په چادرۍ کې پټ کړي وو او کله به چي موټر تېرېده نو د شرمه به يې دلاس په ډيره لږ اشاره د خيرات غوښتنه کوله،هغې په همدې فقير او بېوزله ژوند کي هم د خپل عزت او حياء خيال ساته.

زه له دي لږ ورتير دسړک په غاړه ولاړې هغې کراچۍ ته ودرېدم چي جورابې پکې پلورل کېدلې. ما دجورابو د اخیستو تر څنګ غوښتل په دې هم پوه شم چي په سړک تېرېونکي بډايه خلک له دې ميرمنې سره مرسته کوي او کنه، خو ډيری موټر لرونکي مې وليدل چې پخپله خو یې د موټر دننه ګرمې هوا د موټر شیشې خوله کړې وې، مګر دميرمني او بې وزله ماشوم سره دمرستې احساس به یې ویښ نه شو او همداسې ټیټې سترګې به ترې تېر شو. ما په دې حال ډېر افسوس کاوه چې ولي لاتر اوسه هم د دېرش لکو په موټر کې سپور خان د یو محتاج بنده لپار هیڅ نه لري.

منزل تر رسېدو وروسته زه که څه هم تودې بخارۍ او فوق العاده چايو ته ناست وم خو د انساني همدردۍ له مخې مې هغه خوند پرې وانخیست چې له غمه خلاصو زړونو به پرې اخیستی وای .

ريشتيا هم نن وسيله رحمې تر بل هر وخت کمه شوې ده، ځکه که مسلمانانو خپل منځې همدرې سره لرلای، نو هيڅ يوې خور به مو چاته د سوال لاس نه وای اږود کړی.

هيڅ يو ځوان به موخپل ژوند په نشو کې نه وای برباد کړی او هيڅ ورور به مو دېته مجبور نه وای چې د سهار په يخه هوا کي د بل په مزدورۍ او خَټو کې ساړه لاسونه د خولې په هوا تاوده کړي.

راځئ په دې او هرڅه کې د خپل دین سپېڅلې لاره ونیسو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو هغه ډول عمل وکړو څنګه چې رانه غوښتل شوی.

زموږ د دې لوېدلې ټولنې د په پښو درولو او پر مختیا یواځنۍ لار همدغه ده او له دې پرته به یوه ورځ خامخا داسې راځې چې موږ به هم د دوی په حال یو او موږ به هم غمخوار نه لرو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x