نړۍ

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان شارژدافير احضار کړی

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، ۲۴ لړم ۱۳۹۶): د افغانستان له خاورې پر پاکستاني پوځيانو د بريدونو په اړه د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان سفير احضار کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چاروز وزارت نن د سه شنبې په ورځ د افغانستان سفارت شارژدافير ته احتجاج کړی او ادعا يې کړې چې په افغانستان کې ترهګر پټنځايونه لري او له هغه ځايه پر پاکستاني پوځيانو بریدونه کوي.

د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: چې (پاکستان د افغانستان سره په ګډه پوله د ډېری ترهګريزو بريدونو شاهد دی او زياتوي چې دغه ډول بريدونه د دې ښکارندويي کوي چې د افغانستان هغه سيمې چې له دولتي واکمنۍ وتلي، هلته ډيری وسله وال شتون لري).

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له افغان حکومت نه جدي غوښتنه کړې، چې د هغو ترهګرو ډلو پرضد اقدامات وکړي چې له افغان خاورې پر پاکستاني ځواکونو بریدونه کوي.

په داسې حال کې پاکستاني مقاماتو د افغانستان سفارت چارواکي احضار کړي، چې څو ورځې مخکې د باجوړ ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې د وسله والو بريدونو په ترڅ کې د پاکستان ۲ پوځيان ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.

د پاکستان پوځ وايي، چې دغه وسله وال بريدګر له افغان غاړې ور اوښتي و.

تر دې دمه لا افغان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو تر دې مخکې هم دواړو هېوادونو پر يوبل تورونه پورې کړی، چې له هغې غاړې پر دوی او له دې غاړې پر هغوی بريدونه کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

ددیو دا ادعا باطله شوه چي ویل یی طالبان د پاکستان غلام دی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x