ورزش

نړیوالې لوبې که د مرغۍ پۍ؛ بالاخره کرکټ بورډ له آیرلینډ سره سیریز برابر کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۴مه ۱۳۹۶ل): د ویسټ انډيز سره په جون میاشت کې تر شل اوریزو او نړیوال یو ورځېنیو لوبو سیریز دا دی نېږدې شپږ میاشتې تیریږي خو افغانستان ملي لوبډلې له هانګ کانګ او نورو دوهمه درجه لوبډلو پرته بیا له هېچا سره لوبې نه دي کړي.

د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې لوبې هم د مرغۍ پۍ شوي دي چې موندل یې خورا له کړاوه ډک یا ناممکن کار دی. د افغانستان د کرکټ بورډ پر ادارې یوه ستره نېوکه هم دا کیږي چې له لومړۍ درجې هېوادونو سره لوبې نشي برابرولای.

اوس تازه د دغو نېوکو ته د ځواب په موخه د افغانستان کرکټ بورډ د آیرلینډ سره د یواځې دریو نړیوالو یو ورځېنیو لوبو د تر سره کولو هوکړه کړې، چې د روان کال په دسمبرمیاشت کې، د شارجې په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب تر سره شي.

دغه هوکړه لیک، نن د نومبر میاشتې په ۱۵ نېټه د دواړو لورو له خوا لاسلیک شوی دی.

کرکټ بورډ ویلي چې دغه لوبې به د دسمبر په ۵م، ۷م او ۱۰م تاریخ ترسره شي. دوی دا نه ده څرګنده کړې چې دغه لوبې به  پر تلویزون وښودل شي او کنه.

د یادونې وړ ده چې پر تلویزون پر ژوندۍ بڼه د خپرولو مسوولیت د کوربه هېواد پر غاړه وي.

کرکټ بورډ ډير ځل د مبایل له لارې په فیسبوک د لایو ویډیو په خپرولو ځان له دغه ستر مسوولیت څخه خلاصوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x